تاند (سه شنبه د مرغومي – جدي ۲مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د قوشتپې او درزاب ولسوالیو لپاره د برېښنا رسونې پروژې قرارداد لاسلیک کړ.
دغه قرارداد په کابل کې د ۱.۸۸۶ میلیارد افغانۍ (۲۸ میلیونه ډالرو) په ارزښت له یوې خصوصيکمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، د ۸۵.۴ کیلومټره برېښنا لېږد لین به د شبرغان ښار څخه تر ۲۲۰ کیلوولټ فرعي سټېشن پورې جوړ شي، چې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو ته به برېښنا ورسوي.
طالب چارواکو ویلي چې دغه پروژه به وکولای شي د شمال په دغو دوو سیمو کې د برېښنا اړتیا پوره کړي.
افغانستان په پراخه کچه د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ازبکستان او تاجکستان څخه وارداتي برېښنا ترلاسه کوي.
اقتصاد پوهان وایي، د برېښنا برخه کې په دومره لویه کچه پانګونه کولای شي، افغانستان په دغه برخه کې پر خپلو پښو ودروي.