جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترانسپورت وزارت، په ۳ میاشتو کې د نېږدې ۳۶ زره موټرو تخنیکي...

ترانسپورت وزارت، په ۳ میاشتو کې د نېږدې ۳۶ زره موټرو تخنیکي ارزونه کړې

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲مه) د طالبانو د حکومت ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال په وروستیو درېیو میاشتو کې یې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۳۵ زره ۲۸۷ مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تخنیکي ارزونه کړې ده.

یاد وزارت لیکلي، د دغه ارزونې په ترڅ کې د لېږدونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا‌بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ارزونه د دې لپاره کېږي، څو د مسافرو، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځ ته او د هر ډول احتمالي خطر، ټرافیکي پېښو او مالي او ځاني زیانونو مخه ونیول شي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي، هېواد کې د ټرانسپورټي سیستم معیاري کولو ته ژمن دي او دې برخه کې د مسؤلینو له لوري هڅې دوام لري.

دا هڅې داسې مهال دوام مومي چې، په هېواد کې په ځانګړي ډول پر لویو لارو د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

هره ورځ د هېواد له ولایتونو د ترافیکي پېښو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...