تاند (سې شنبه، د مرغومي/ لیندۍ ۲ مه) په سعودي عربستان کې، چې په سختې ګرمۍ او پراخو تودو دښتو مشهور دی، واوره اورېدلې ده.
د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې واوره، سخت بارانونه او د تودوخې د درجې ناببره ټیټېدا نه یوازې خلک حیران کړي، بلکې دا یې هم روښانه کړې چې په نړیواله کچه هوا او اقلیم څنګه بدلېږي.
د سعودي په شمالي سیمو، په ځانګړي ډول په تبوک ولایت کې، د واورې اورېدو راپورونه ورکړل شوي دي، چې د سیمې د غرونو بڼه یې بدله کړې ده. د جبل اللوز سیمه، چې شاوخوا ۲۶۰۰ متره لوړوالی لري، په بشپړ ډول په واورو پوښل شوې او هلته سپک باران هم ثبت شوی دی. همداراز د سعودي د حائل ښار د شاوخوا سیمو په ګډون د «حائل» سیمې په ځینو برخو کې واوره اورېدلې ده، چې هلته ډېر کم داسي کېږي. په ځینو ځایونو کې تودوخه د سانتي ګراد تر منفي صفر درجې پورې راټیټه شوې ده.
د سعودي پر واورو پوښلو غرونو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپرې شوې، چې له امله یې په المجمه او الغط سیمو کې د خلکو ګڼې ګوڼې رامنځته شوې.
د سختې سړې هوا له امله، د پلازمېنې ریاض ټول ښوونځي تېره اوونۍ د احتیاطي تدابیرو په توګه آنلاین زدهکړو ته واوښتل. دې غیرمعمولي هوا خلک حیران کړي دي او چارواکي یې دې ته اړ کړي چې نور احتیاطي ګامونه هم پورته کړي.
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ملي مرکز (NCM) په وینا، دا سړه څپه په شمالي او مرکزي سیمو کې د یخو هوايي فشارونو له امله رامنځته شوې، چې د باران له درنو وريځو سره یوځای شوې ده. چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې موټرونه په احتیاط او ورو وچلوي او له هغو درو څخه ډډه وکړي چې د سېلابونو خطر پکې شته.
دا نادره واورې په سعودي کې د اقلیمي بدلون د زیاتېدونکو نښو څرګندونه کوي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اقلیم بڼه بدلوي.
په وروستیو کلونو کې په متحده عربي اماراتو کې ناڅاپي بارانونه، په جنوبي اسیا کې د تودوخې ریکارډ ماتوونکې څپې، او د منځني ختیځ په وچو سیمو کې ناڅاپي سېلابونه دا ثابته کړې ده چې اقلیمي بدلون په نړیواله کچه طبیعي افتونه زیات کړي دي.
په سعودي کې د واورې ورېدا د اقلیمي بدلون د اغېزو یوه بله بېلګه ده، چې اغېزې یې اوس په بېلابېلو سیمو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي. دا پېښه نه یوازې سعودي، بلکې د نړۍ متخصصان هم دې ته اړ باسي چې په دې فکر وکړي چې د اقلیم د چټک بدلون پر وړاندې څنګه مقابله کېدای شي.