تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲مه) ننګرهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمد نبي سعید رسنیو ته ویلي، چې راتلونکو دوو ورځو کې به د راغلو کډوالو لپاره د ځمکو وېش لړۍ رسمي پیل شي.
د سعید په وینا، په لومړي پړاو کې به د بهسودو ولسوالۍ د خانهکۍ سیمه کې په ۳ زره جریبه ځمکه کې هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي.
نوموړی وایي، دویم پړاو کې به د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې په ۱ زر او ۶ جریبه ځمکه کې هرې کورنۍ ته پنځه بسوې ځمکه ووېشل شي.
مولوي محمد نبي سعید ډاډ ورکړی، چې د ځمکو وېش به په بشپړ شفافیت او روڼتیا ترسره شي.
دی وایي هغه کډوال چې له وړاندې په افغانستان کې ځمکې لري، په دې پروسه کې برخه نه لري.
دا لړۍ داسې مهال پیلېږي چې، هره ورځ زرګونه کډوال له پاکستان او ایرانه هېواد ته را داخلېږي.
راغلي کډوال په دې ساړه ژمي کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوال دي.
دوی هیله من دي چې د ځمکو د وېش ترڅنګ دوی ته کورونه هم ورغول شي.