Homeخبرونهد پښتونخوا په کرک سیمه کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پښتونخوا په کرک سیمه کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند ( سې شنبه د مرغومي ـ جدي ۲مه) سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د پښتونخوا په کرک سیمه کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي وو، چې یوازې څلور پاکستاني پوځیان په یوه برید کې وژل شوي او د هغوی موټر ته اور اچول شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه پوځیان د تېلو او ګازو د یوه شرکت د کارکوونکو ساتونکي وو.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې، وړمه ورځ بیا په همدې سیمه کې د TTP یو محلي قوماندان وژل شوی و.

پاکستان په دې وروستیو کې د ناامنۍ په لومه کې راګیر دی، چې د کارپوهانو په باور له حکومته یې د کنټرول لار ورکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...