Homeخبرونهمسوولان: نن د برېښنا رسونې برخه کې مهم قرارداد لاسلیک کېږي

مسوولان: نن د برېښنا رسونې برخه کې مهم قرارداد لاسلیک کېږي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲مه) د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې نن سه ‌شنبه به د برېښنا رسونې برخه کې له یوه خصوصي شرکت سره مهم قرارداد لاسلیک شي.

د طالبانو د حکومت یاد وزارت د دې قرارداد ارزښت ۲۸.۴میلیونه ډالره ښودلی.

سرچینې ییلي چې، د دې قرارداد له مخې به د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسونې شبکې چارې وغځول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې زیاد جزیات به یې وروسته شریک کړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د ټولو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له کمښته شکایت لري.

دوی هیله لري چې، ژر به حاکم نظام د برېښنا د نشتون ستونزه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...