Homeخبرونهامربالمعروف وزارت نږدې ۶ زره رواني ناروغان د درملنې لپاره راټول کړي

امربالمعروف وزارت نږدې ۶ زره رواني ناروغان د درملنې لپاره راټول کړي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۲مه) د طالبانو د حکومت ‏د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت محتسبینو تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۵ زره او ۷۸۱ رواني ناروغان راټول کړي دي.

یاد وزارت لیکلي، دغه کسان د درملنې په موخه د سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي.

د دې وزارت ویاند وايي، دا اقدام د یوې سالمې ټولنې رامنځته کېدو او لېونیانو سره د مرستې په موخه شوی دی.

روانپوهان وایي، په افغانستان کې د رواني ناروغیو کچه ډېره لوړه او د دوی په وینا په هرو سلو تنو کې ښایي لس سلنه روغ وي نور ټول رواني ستونزې لري.

روانپوهان د دې ناروغۍ د زیاتوالي لوی لاملونه ټولنیز محدودیتونه،ناسم دودونه، اقتصادي ستونزې، د زده کړو کموالی او په یو شمېر ځوانانو کې لوړې هیلې چې دوی ورته نشي رسېدای یاد کړي دي.

پوهان وایي که د بېکارۍ کچه کمه او پورتني محدودیتونه راکم کړای شي ښایي د رواني ناروغانو راټولولو ته اړتیا نه وي او دوی به خپله ورغېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...