Homeخبرونهد څرخچوکۍ کاروونکې لومړنۍ ښځه له فضا څخه راستنه شوه

د څرخچوکۍ کاروونکې لومړنۍ ښځه له فضا څخه راستنه شوه

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۲ مه) جرمنۍ مېرمن مایکایلا بېنتهاوس په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ لومړنۍ ستورمزلې شوه چې د څرخڅوکۍ (ویل‌چېیر) کاروونکې وه، خو بیا یې هم فضا ته سفر وکړ.

د ګارډین ږرځپاڼې د راپور له مخې، ۳۳ کلنې جرمنۍ انجنیرې مایکایلا بېنتهاوس د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۰ مه) د میلیاردر جېف بېزوس د شرکت بلو اوریجن د «نیو شیفرډ» توغندي په وسیله فضا ته سفر وکړ.

هغې د پنځو نورو مسافرو په ملتیا د امریکا د ټېکساس ایالت له لوېدیځې سیمې څخه الوتنه وکړه او د ځمکې له سطحې څخه ۱۰۵ کیلومتره لوړوالي ته ورسېده، هلته د فضا له هغې نړیواله منل شوې کرښې، چې د کارمن کرښه بلل کېږي، واوښته. دې ټول سفر شاوخوا لس دقیقې وخت ونیوه.

۳۳ کلنه مایکایلا د فضايي انجینرۍ متخصصه ده او له اروپايي فضايي ادارې (ESA) سره کار کوي. نوموړې په ۲۰۱۸ کال کې په یوه پېښه کې معذوره شوه، خو له دې سره سره یې د خپل ارمان د پوره کولو لپاره هڅې ونه درولې.

د الوتنې پر مهال، هغې خپله څرخچوکۍ پر ځمکه پرېښوده او په فضا کې د پاتې کېدو پر مهال یې نژدې درې دقیقې د جاذبې له اغېز پرته د «بې‌وزنۍ» تجربه وکړه. په دې ترڅ کې دا د کپسول دننه په ازاده توګه الوته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...