تاند (سې شنبه، د مرغومې/ جدي ۲ مه) ګوګل د ګوګل ټرانسلیټ لپاره یو لوی اپډېټ معرفي کړی، چې له مخې یې اوس د هیډفونونو له لارې هره ژبه، په هغه ژبه چې تاسو یې غواړئ، درته ژباړي.
د شرکت په وینا، دا فیچر د ویناوال د غږ انداز او تون نه بدلوي، چې له امله یې په بهرنيو ژبو کې خبرې اترې، لکچرونه او رسنیز مواد اسانه درک کېدای شي.
د ګوګل په وینا، دا نوی فیچر د دسمبر په ۱۲مه، د بیټا په پړاو کې وړاندې شو، چې د کارولو لپاره یې یوازې یو اندروید موبایل او د ګوګل ټرانسلیټ اپ ته اړتیا ده. د دې فیچر له لارې به له ۷۰ څخه په زیاتو ژبو بې خنډه ژباړه برابره شي. ګوګل وایي چې د ژباړې د کیفیت د لا ښه کولو لپاره به د مصنوعي ځیرکتیا (AI) خپله وسیله «جېمینای» وکاروي، په ځانګړي ډول د هغو جملو او عبارتونو لپاره چې معناوې یې نازکې او پېچلې وي.
ګوګل په یوه بیان کې ویلي: «موږ دا فیچر په ګوګل ټرانسلیټ کې د متن لپاره معرفي کوو، د هیډفونونو له لارې د غږ-پر-غږ ژباړې لپاره د بیټا تجربه وړاندې کوو، او د ژبې د زدهکړې او مهارت لوړولو لپاره د ژبې نوی اپ ور اضافه کوو.»
دا فیچر تر دې وړاندې یوازې په پیکسل بډز کې موجود و، خو د نوي بیټا نسخې له مخې اوس هر ډول هیډفونونه همزمانه د یوطرفه ژباړې په وسیله بدلېدای شي.
ګوګل وایي چې دا فیچر کولی شي په ورځنيو اړیکو کې د ژبې خنډونه له منځه یوسي. د دې د عملي استعمال په مواردو کې د خبرو پر مهال د ژبې د توپیر کمول، د سفر پر وخت د عامه اعلانونو درک، او په بهرنيو ژبو د تلویزیوني پروګرامونو یا انلاینونو د منځپانګې تعقیبول شامل دي.
د ګوګل د سرچ ورټیکلز د محصول مدیریت مرستیال، روز یاو، ویلي: «که تاسو هڅه کوئ په بله ژبه خبرې وکړئ، په بهرني هېواد کې کومه وینا یا لکچر اورئ، یا په بله ژبه تلویزیوني خپرونه یا فلم ګورئ، نو اوس یوازې خپل هیډفونونه واغوندئ، د ټرانسلیټ اپ پرانیزئ، پر ‘لایو ټرانسلیټ’ ټېپ وکړئ، او هره ژبه چې غواړئ ژباړه واورئ.»
دا بیټا فیچر دا مهال په امریکا، مکسیکو او هند کې وړاندې کېږي. شرکت وایي چې په ۲۰۲۶ کال کې به دا اسانتیا iOS او نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.