تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۲ مه) د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په یو لړ عملیاتو کې، د داعش (اسلامي دولت) د ډلې یو مهم غړی، محمد ګورین، د افغانستان–پاکستان ترمنځ سیمه کې نیولی او له ځان سره ترکیې ته بېولی دی.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، دا معلومات د دوشنبې په ورځ د امنیتي سرچینو له لوري رسنیو ته ورکړل شوي دي.
د سرچینو په وینا، ګورین د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه لرله او د وخت په تېرېدو سره د د دې ډلې اداري یا مسوول مقام ته رسېدلی و.
د MIT د استخباراتي څېړنو له مخې، دا کس محمد ګورین و، چې د «یحیی» په نوم هم پېژندل کېده او د داعش له لوري ورته د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو دنده سپارل شوې وه.
سرچینې زیاتوي، نوموړي منلې وه چې په افغانستان، پاکستان، ترکیې او د اروپا په بېلابېلو سیمو کې یې پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه تنظیم کړي دي.
د ترکیې استخباراتو دا هم څرګنده کړې چې یاد کس له ترکیې څخه د افغانستان–پاکستان سیمې ته سفر کړی و او همداراز له هغو هوايي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی و چې په پاکستان کې د داعش پر اهدافو ترسره شوي وو.
سرچینې وايي، محمد ګورین له اوزګور آلتون سره یوځای فعالیت کاوه، چې د «ابو یاسر الترکي» په نوم پېژندل کېده. نوموړي تر دې وړاندې د داعش د غړو د لېږد په برخه کې مهم رول درلود، له ترکیې څخه یې د افغانستان–پاکستان سیمې ته کسان انتقالول، خو وروسته ونیول شو، ترکیې ته ولېږدول شو او هلته ونیول شو.
ترکمي رسنیو نه دي ویلي چې د دغه هیواد استخباراتو د افغانستان او که پاکستان له خاورې د داعش د دغه غړي د نیولو لپاره عملیات کړي دي. همداراز یې د ګورین د نیول کېدو دقیق ځای نه دی ښوولی.
د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې د داعش مرکز د پاکستان بلوچستان ته لېږدول شوی او د پاکستان د استخباراتو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.