تاند(سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۲ مه) د پاکسیتان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په داسي حال کې چې پاکستان پر افغانستان بریدونه کوي او هغه مشروع بولي، د هند له لوري پر پاکستان له بریدونو سره دې هم مخالفت نه کوي.
مولانا فضل الرحمان نن (سې شنبه، د مرغومې ۲ مه، دسمبر ۲۳ مه) له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:«که تاسو په دې توجیه چې خپل دښمنان په نخښه کوئ، پر افغانستان بریدونه کوئ، بیا نو ولې په دې اعتراض کوئ چې هند په بهاولپور او مورید کې خپل دښمنان په نخښه کوي.»
«د پاکستان د امت یووالی» تر سرلیک لاندې په یوه دیني مدرسه کې له یوې غونډې وروسته، مولانا فضلالرحمن وویل چې اسلاماباد په تېرو اوو لسیزو کې د افغانستان له هېڅ حکومت سره رښتینی دوست پاتې شوی نه دی، او زیاته یې کړه چې د دې وضعیت د درک لپاره د پاکستان د تګلارو جدي بیاکتنه اړینه ده.
Maulana Fazlur Rehman to Pakistan’s military regime:
“If you justify attacking Afghanistan by claiming you are targeting your enemy there, then why do you object when India targets its enemy in Bahawalpur and Murid (inside Pakistan)?” pic.twitter.com/T91sdps611
— Afghanistan Times (@TimesAFg1) December 23, 2025
مولانا فضلالرحمن وویل:
«په اته اویا کلونو کې افغانستان هیڅکله د پاکستان دوست نه دی پاتې شوی. ایا دا زموږ د افغانستان په اړه د سیاست ناکامي نه ده؟ موږ باید پر خپلو تګلارو فکر وکړو. له ظاهر شاه نیولې تر اشرف غني پورې، موږ هیڅکله په افغانستان کې دوستانه حکومت نه دی لرلی. ولې داسې ده؟ رښتیا دا ده چې موږ په خپل هېواد کې ویناوې کوو او پړه پر نورو اچوو، خو لږ تر لږه باید یوه شېبه خپل وجدان ته هم وګورو.»
نوموړي پرون په کراچۍ کې د دیني علماوو یوې بلې غونډې ته په وینا کې، پر کابل د بمبارۍ له امله هم پر پاکستان نیوکه وکړه.
هغه وویل:
«کله چې اختلاف پیدا شو، سمدستي مو پر کابل بمباري پیل کړه. دا بالکل داسې ده لکه څوک چې پر اسلاماباد بمباري وکړي. دا د حد انتها ده. که دا کار په لېرې پرتو کلیو کې شوې وای، ښايي بل ډول تعبیر شوې وای، که څه هم هلته مو هم عملیات کړي دي.»
په همدې حال کې، د غونډې په پای کې د علماوو له لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې له کابل او اسلاماباده وغوښتل شول چې روان تاوتریخوالی د رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې د لوړې کچې پلاوي جوړ کړي، تر څو شته اختلافات د مذاکراتو له لارې حل او دوهاړخیز تجارت او همکاري بېرته فعاله شي.