Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا کندهار کې پر افغانانو بریدونه کړي

پاکستان یو ځل بیا کندهار کې پر افغانانو بریدونه کړي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا کندهار کې پر عامو افغانانو ډزې کړي دي.

سرچینو تاند وېبپاڼې ته ویلي چې، پاکستاني ځواکونو د کندهار د ویش سیمې په لقمان کلي کې پر ملکي سمو ډزې کړي او بیا هاوانونه توغولي دي.

د سرچینو په خبره، پاکستاني لوري په سیمه کې یو ملکي کور په نښه کړی او افغان لوري غبرګون نه دی ښودلی.

د اوس لپاره جګړه درېدلې او سیمه ییزو طالب چارواکو هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

پاکستانی لوری داسې مهال دا برید کوي چې، ټاکل شوې نن په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ درېیم پړاو خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...