Homeخبرونهذبیح الله مجاهد: د مذاکراتو د دوام پرمهال پاکستان اوربند مات او...

ذبیح الله مجاهد: د مذاکراتو د دوام پرمهال پاکستان اوربند مات او برید وکړ

 تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سپین بولدک برید تایید کړ.

نوموړی وايي، دوی د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د مذاکراتو په تیره ناسته کې د اوربند د غځیدو او د تیري پر نه کیدو موافقه شوې وه، خو پاکستاني ځواکونو یوځل بیا سپین بولدک کې برید کړی.

هغه وایي تر اوسه دوی د دې برید پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې د کندهار له سپین بولدک څخه ځايي سرچینو وویل ، چې پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک دروازه باندې پر طالبانو ډزې کړي او د افغانستان لوري ته یې هاوانونه ویشتلي دي.

د سرچینو په وینا سپین بولدک ولسوالۍ کې ځايي خلکو د جګړې له ډاره هټۍ او کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته ځانونه رسوي.

دا برید داسې مهال د پاکستان له لوري ترسره کېږي چې، تازه نن په ترکیه کې د دواړه لوریو ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو پیل شو او په دوهم پړاو خبرو کې هم د اوربند پر دوام هوکړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...