تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د پاکستان پوځ ته نژدې، سما رسنۍ وايي امنیتي سرچینو ورته نن (پنجشنبې) ویلي چې د چمن – سپین بولدک تر پېښې وروسته د پاکستان او افغانستان خبرې درول شوې دي.
په داسي حال کې چې راپورونه وايي، پاکستاني ځواکونو په سپین بولدک کې پر عامو خلکو ډزې کړي او لږترلږه 5 تنه یې شهیدان کړي، سما د خپلو سرچینو د راپورونو له مخې ادعا کوي د پاکستاني پلاوي غړو د افغانستان له لوري پر پاکستان د «ډزو شواهد» وړاندې کړي دي.
دواړه پلاوي دا مهال له خپلو اړوندو ملي بنسټونو سره په تماس کې دي.
په سپین بولدک ولسوالي کې روغتوني سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان له لوري پر دې ولسوالۍ په ډزو کې لږترلږه ۵ تنه ملکي وکړي وژل شوي دي.
سما همداراز وايي چې د افغانستان له لوري د اوربند د سرغړونې شواهد ترکي او قطري منځګړو ته سپارل شوي دي.
له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوربند مات شوی دی.
د وزارت په وینا، «د افغان لوري ځینو کسانو د چمن په پوله د پاکستاني پوستو پر لور بېځایه ډزې وکړې، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښود.»
خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستان د افغانستان پر خاوره د هاوانونو او نورو وسلو بې دلیله ډزې کړي خو دوی «د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.»
د طالبانو ویاند همداراز ویلي چې د مذاکراتو په تیره ناسته کې د اوربند د غځیدو او د تیري پر نه کیدو موافقه شوې وه، خو پاکستاني ځواکونو یوځل بیا سپین بولدک کې برید کړی.
خو له بلې خوا پاکستان د افغانستان دا ادعا رد کړه چې ډزې د پاکستان له لوري پیل شوې وې، او ټینګار یې کړی چې برید له افغان لوري شوی و او پوځ یې ژر ځواب ورکړ، چې له امله یې وضعیت تر کنټرول لاندې راغی.
د پاکستان د حکومت اعلامیه کې زیاته شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند لا هم پر خپل ځای دی. پاکستان د خبرو دوام ته ژمن دی او د افغان چارواکو له لوري د همکارۍ تمه لري.
خو سما دا نه دي ویلي چې نو بیا ولې پاکستاني لوري خبرې ځنډولې دي.