د ګوسفندي ژورنالیزم کلمه ما نوې یا د اول ځل لپاره وکاروله. اکثره افغاني رسنې د کټ او پیست فرمولې نه کار اخلي ځکه دوی هره ورځ خپل تولید یا د معلوماتو د ثقه توب لپاره ظرفیت نه لري. که یوې رسنې خبر د کوم ځای نه کټ او خپور کړ، نو نورې رسنې هم هماغه خبر کټ او پیست کوي.
د یو کس پسې چې نور بې له دې چې د خپل عقل او فکر نه کار واخلي، روان وي، د سایکالوژي د علم په اساس داسې کسانو ته ګوسفندي کسان وایي. په انګلیسي ژبه کې دې ته د Sheep Theory یا د پسونو تیوري وایي ځکه که د رمې یو پسه چې مخکې شو او د ګړنګ نه یې ځان وغورځاوه، دا نوره رمه هم ورپسې ځانون د ګړنګونو نه غورځوي.
په دې اساس، ما د کټ او پیست ژورنالیزم ته د ګوسفندي ژورنالیزم کلمه وکاروله. ګوسفندي ژورنالیزم د ژیر ژورنالیزم سره توپیر لري ځکه ژیړ ژورنالیزم کې د واقعیتونو په عوض، زیات احساسات شامل وي تر څو په احساساتي عنوانونو د خلکو توجه جلب کړي.
په هر حال د ګوسفندي یا ژیړ ژورنالیزم په تړاو، وایي تر څو چې ریښتیا راځي دروغو به کلي وران کړي وي.
په ستراتیژیک کمیونیکشن کې مخالف لوري ځینې وخت داسې اوازې خپروي چې د خلکو احساسات راوپاروي، بیا بیرته د خلکو د احساساتو نه سؤ استفاده کوي ځکه د دروغو اوازه او انګازه ژر لکه سپرغۍ خپریږي.
په خبر او هم استخباراتي لوبو کې کله یوه منبع څو منبعو ته عینې غلط معلومات ورکوي تر څو خلک پرې ژر یقین وکړي.
هغه رسنې چې ګوسفندي ژورنالیزم په لاره روان دي، باید لیدونکي، اوریدونکي او لوستونکي د دوی په خبرونو ژر باور ونه کړي تر څو چې معلومات ثقه شوي نه وي.
شرعي مسله هم دا ده چې د یو چا په خبر سمدستي قضاوت مه کوي تر څو چې خبر ثقه شوې نه وي ځکه بیا به په خپل قضاوت پښېمانه یاست.
ګوسفندي ژورنالیزم د خبر ثقه توب ته نه ګوري بس هماغه د مثنوي د خر برفت خربرفت قصه ده. یوه رسنۍ چې مخکې شوله نورې ورپسې روانې وي.
شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانی والي