یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهد تاجکستان د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله...

د تاجکستان د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۶ افغان کارګر مړه شول

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د تاجکستان په سغد ولایت کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله شپږ افغان کارګران وژل شوي دي.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه د آيني ولسوالۍ په یوه کان کې داسي مهال وشوه چې ټول قربانیان په کان کې دننه په کار بوخت وو. د لټون او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي او د قربانیانو مړي تر اوسه نه دي راایستل شوي.

سرچینې وايي، د وژل شویو له ډلې پنځه تنه د دایکنډي ولایت اوسېدونکي دي او یو بل د غور ولایت د لعل او سرجنگل ولسوالۍ دی. د تاجکستان چارواکو تر اوسه د قربانیانو رسمي هویت نه دی افشا کړی.

د روان کال په لومړیو کې هم د سغد ولایت د سکرو په یوه بل کان کې ورته پېښه شوې وه چې په کې اته افغان کان‌کېندونکي — چې هغوی هم د دایکنډي اوسېدونکي وو — له ژونده بې برخې شول. د سیمې اوسېدونکي او د کان کارګران وايي، دا ډول پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه د کانونو د کار شرایط ډېر ناامن دي، د خوندیتوب وسایل نه شته، او دولتي نظارت ډېر کم دی.

په تاجکستان کې سلګونه افغان کارګران د سکرو په کانونو کې کار کوي، په داسې حال کې چې نه د خوندیتوب وسایل لري او نه هم قانوني ضمانتونه. یو افغان کارګر یوې سیمه‌ییزې رسنۍ ته ویلي:

«موږ ته اجازه نه راکول کېږي چې شکایت وکړو یا له رسنیو سره خبرې وکړو. که داسې وکړو، جریمه کېږو یا شړل کېږو.»

ډېری افغان کارګران له رسمي قراردادونو پرته په کار بوخت وي، او کار ورکوونکي یې د کاري خوندیتوب او روغتیایي بیمې له اصولو سرغړونه کوي.

کارپوهان وايي، د افغانستان پراخه بې‌روزګاري او اقتصادي کړکېچ ډېر ځوانان اړ کړي چې د کار لپاره ګاونډیو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولاړ شي. د کان‌کېندنې، ساختماني کارونو او فصلي کرنیزو دندو ته د دوی تګ زیات شوی، خو دا کارونه له قانوني خوندیتوب او روغتیايي تضمین پرته ترسره کېږي.

د سیمې څارونکي اټکل کوي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د تاجکستان د سکرو په کانونو کې لږ تر لږه ۱۴ افغان کارګران د کار پر مهال مړه شوي دي.

وروستۍ پېښه څو ورځې وروسته له هغې شوې چې د افغانستان په شمال کې ۶.۳ درجې زلزله وشوه، چې پکې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه او نژدې ۱۰۰۰ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...