یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونه‏ملګري ملتونه وایي؛ افغانستان کې د شیشې تولید په چټکۍ ډېر شوی

‏ملګري ملتونه وایي؛ افغانستان کې د شیشې تولید په چټکۍ ډېر شوی

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د څار ادارې په یوه نوې سروې کې ویلي چې، افغانستان کې د مصنوعي نشه یي موادو، په ځانګړي ډول د مېتامفیتامین یا شیشې تولید په چټکۍ ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د تریاکو د کروندې او حاصلاتو د کمېدو له امله د نشه یي موادو د تولید بڼه بدله شوې او اوس د مصنوعي موادو جوړول د «جرمي» ډلو لپاره نوی سوداګریز ماډل ګرځېدلی دی.

ملګري ملتونه وایي، د دې موادو تولید ارزانه، کشف یې ستونزمن او د اقلیمي بدلونونو اغېز پرې کم دی.

د معلوماتو له مخې، په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د محلي او لوړپوړو چارواکو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د شیشې د تولید فابریکې فعالې دي.

راپورونه په ډاګه کوي، چې دا فابریکې د مخفي لابراتوارونو په بڼه فعالیت کوي او له افغانستانه بهر ته هم د قاچاق هڅې ترې کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې د تریاکو کرونده په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۰ سلنه راکمه شوې او ټول حاصلات یې نږدې ۳۲ سلنه کم شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې پر مخدره موادو، کر، تولید، قاچاق او کارولو بندیز ولګاوه، خو د راپورونو له مخې، پر افغانستان تر کنټرول وړاندې د طالبانو مهمه عایداتي سرچینه مخدره مواد وو.

راپور خبرداری ورکوي، چې دا بدلون د افغانستان دننه او سیمه ییزو هېوادونو لپاره د نشه یي موادو د قاچاق او ناامنۍ نوې څپې راوپارولی شي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...