Homeخبرونه‏ننګرهار: له پاکستانه د راغلې کډوالې کورنۍ د موټر چپه کېدو پېښه...

‏ننګرهار: له پاکستانه د راغلې کډوالې کورنۍ د موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ تنه ژوبل شوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) ننګرهار کې له پاکستانه د یوې تازه راستنې شوې افغان کډوالې کورنۍ بار موټر اوښتی، چې له امله یې ۵ کسان ژوبل شوي دي.

پېښه د پچیرآګام ولسوالۍ د کوز صبر په چینارګي سیمه کې شوې، چې ۴ ښځې او یو سپين ږیری سړی پکې ژوبل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ تازه له پاکستانه راستنه شوې وه، چې خپل اصلي ټاټوبي ته پر لاره وه.

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي خلکو یادې کورنۍ سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

دوی زیاتوي، چې له دغې کورنۍ د کور نیمايي توکي پاکستاني پولیسو ایسار کړي او را اړولې برخه یې د موټر اوښتو له امله زیانمنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...