Homeخبرونه‏د کابل تاریخي عیدګاه مسجد په عمومي جامع مسجد بدلېږي

‏د کابل تاریخي عیدګاه مسجد په عمومي جامع مسجد بدلېږي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۱۵مه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د کابل تاریخي عیدګاه مسجد به له دې وروسته د ښار د یوه فعال جامع مسجد په توګه فعال وي او پکې به د پنځه وخته لمونځونو لړۍ په منظم ډول پیل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د دیني شعائرو د پیاوړتیا، د جوماتونو د فعال ساتلو او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره شوې ده.

تر دې وړاندې په دې مسجد کې یوازې د اخترونو د لمونځونو مراسم ترسره کېدل.

د کابل عیدګاه د هېواد له مهمو تاریخي مساجدو دی، چې د شاه غازي امان الله خان په وخت کې د خپلواکۍ د اعلان ځای هم و.

دا مسجد د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر اشرف غني په ځانګړي حکم سره په اساسي توګه ورغول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....