یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Homeخبرونهجرمني هغو افغانانو ته چې دغه هیواد ته له تګه ډډه کوي...

جرمني هغو افغانانو ته چې دغه هیواد ته له تګه ډډه کوي ۱۰ زره یورو ورکوي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د راپورونو له مخې، د جرمني حکومت هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې مېشت دي او ټاکل شوې وه چې په جرمني کې مېشت شي، د پیسو وړاندیز کړی څو جرمني ته د تلو له پرېکړې څخه تېر شي.

د جرمني ورځپاڼې “Welt” د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له تېرو څو ورځو راهیسي هغو افغانانو ته لیکونه لېږي چې مخکې یې د بیا مېشتېدو د پروګرام مستحق بلل شوي وو. په یوه مورد کې، وزارت دوی ته وړاندیز کړی چې که پرېکړه وکړي چې د جرمني پر ځای خپل هېواد ته ستانه شي د ۱۰,۰۰۰ (لس زره یورو) “د پیل بونس” وړاندیز کړی دی.

سربېره پر دې، افغانانو ته له پاکستان څخه د وتلو لپاره  (۲،۵۰۰ یورو) مرسته هم وړاندیز شوې ده. په بل مثال کې، یوې څلور کسیزې کورنۍ ته د ۲,۷۵۰ یورو فوري تادیه او افغانستان ته تر رسېدو وروسته د ۱۱,۵۰۰ نورې پیسې وړاندیز شوې دي.

د جرمني دولتي رسنۍ Tagesschau د راپور له مخې، دا مهال شاوخوا ۲،۱۰۰ افغانان په پاکستان کې د جرمني ته د لېږد انتظار باسي.

د کورنیو چارو وزارت دا موضوع تأیید کړې او ویلي یې دي:

“په داوطلبانه ډول د بېرته ستنېدو د پروګرام تر چتر لاندې، افغانستان یا درېیم هېواد ته د تګ وړاندیزونه شته. موخه دا ده چې هغو کسانو ته بدیل فرصتونه ورکړل شي چې نور په جرمني کې د منلو تمه نه شي لرلی.”

دغو افغانانو مخکې له دې د جرمني د بیا مېشتېدو حق ترلاسه کړی و، خو ډېری یې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې خپل هېواد پرېښی او اوس په پاکستان کې اوسي.

خو د جرمني حکومت له خپلو پخوانیو ژمنو څخه شاتګ کوي. د کورنیو چارو نوي وزیر الکساندر دوبرینت د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د بیا مېشتېدو پروګرام په موقتي ډول ځنډېدلی اعلان کړی و.

په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړي او صادرې شوې ویزې یې لغوه کړې دي.

سره له دې، د جرمني محکمو څو ځله د افغانانو په ګټه پرېکړې کړې او چارواکو ته یې امر کړی چې هغوی له پاکستان څخه جرمني ته ولېږدوي.

د نوي صدراعظم فریدریش میرڅ (د مسیحي دیموکرات اتحاد – CDU) د حکومت له راتګ راهیسې، تر اوسه څلور پروازونه ترسره شوي چې پکې ۱۱۰ افغانان جرمني ته انتقال شوي دي.

په وروستي مورد کې، یوه الوتکه چې ۳۱ افغان اتباع یې له دغه پروګرام څخه وړل، د دوشنبې په ورځ په هانور ښار کې کېناسته.

د کورنیو چارو وزارت اوس هڅه کوي چې د پخواني کیڼ اړخي حکومت له حقوقي ژمنو څخه د ځان د خلاصون لپاره د پیسو له لارې دا مسئله حل کړي.

د Welt ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانانو لپاره دغه لیکونه د روانې میاشتې په پیل کې لېږل شوي او ترلاسه کوونکو ته ویل شوي چې د میاشتې تر نیمايي پورې باید پرېکړه وکړي چې ایا پیسې مني که نه.

که افغانان دا وړاندیز ومني، هغوی باید رسماً اعلان وکړي چې د بیا مېشتېدو له پروګرامه وځي. د پروسې بیا پیل په راتلونکي کې ناشونی بلل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...