تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) وروسته له دې چې افغانستان اعلان وکړ چې د استخباراتو د ريیس حمدالله وثیق په مشرۍ پلاوی یې له پاکستان سهر د خبرو لپاره استانبول ته روان شوی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې د پاکستان پلاوی هم روان شوی دی.
د پاکستان دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې د پاکستان پلاوی د افغانستان له استازو سره د سبا د خبرو لپاره استانبول ته تللی، څو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانو کړکېچونو حللاره ومومي.
د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ دوهم پړاو خبرې له څو ورځو نښتو وروسته د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په استانبول کې ترسره شوې.
د استانبول خبرې په درو مهمو ټکو متمرکزې وې:
۱. د اوربند دوام،
۲. د سولې د څارنې او تایید یو ګډ میکانېزم جوړول،
۳. او د اوربند د سرغړونو لپاره د سزاګانو ټاکل.
تمه کېږي چې د دې میکانېزم عملي جزئیات به د دواړو خواوو د جګپوړو استازو (“اصلي پلاوو”) د راتلونکې ناستې پر مهال، چې سبا د نوومبر په ۶مه به بیا په استانبول کې پیل شي، وروستي او نهایي شي.