یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+د سیستم کارکړنه، د هغې له بڼې ډېره مهمه ده

د سیستم کارکړنه، د هغې له بڼې ډېره مهمه ده

لیکوال او څېړونکی

اباسین شور

سامويل فيليپس هانټینګټن Samuel P. Huntington)- ۱۹۲۷–۲۰۰۸) یو نامتو امریکایي سیاسي عالم، استاد او لیکوال و، چې د شلمې پېړۍ پر لويدیځو سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو یې پراخ اغېز پرې ایښی. دی څو لسیزې د هاروارډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد پاتې شوی او د خپلې مشهورې نظریې (تمدني جګړو) له مطرح کولو وروسته یې نړیوال شهرت وموند.

د هانټینګټون د څېړنیز سیاسي کار یوه بېلګه (په بدلیدونکو ټولنو کې د سیاسي نظم) (Political Order in Changing Societies) په نوم کتاب دی چې په ۱۹۶۸ ز کال کې خپور شوی دی. دا کتاب که څه هم د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې لیکل شوی، خو نظریاتي چوکاټ او وړاندیزونه یې نن ورځ هم د غور وړ دي.

د دې کتاب د لیکلو پر وخت ډېری اسیايي، افریقايي او د لاتیني امریکا هېوادونه د زاړه استعمار له جغ څخه په خلاصیدو ول او د ملي خپلواکۍ پر لور یې ګامونه اخیستل. د دې نويو ازادو شوو هېوادونو په اړه، په لویدیزو ټولنو او اکاډمیکو حلقو کې دا مسأله په شدت مطرح شوه چې: څنګه باید دا هېوادونه د شوروي بلاک ته له تلو او هغه ته د ورته سوسیالیستي نظام له منلو څخه منع کړو؟ د امریکا اکاډمیک مرکزونه په دې لټه کې ول چې کوم ډول ټولنیز شرایط به مناسب وي چې دا هېوادونو د دیموکراسۍ لویدیزې پانګوالې (بڼې) ته ور سوق کړي؟

په دې کتاب کې د هانټینګټون مطرح شوی اصلي بحث دا وو چې د پرمختايي هېوادونو په مخه کې پراته اساسي مسئله دا نه ده چې دغه هېوادونه لېبرال «ډیموکراسي» غوره کوي او که «سوسیالیستي» هغه؛ بلکې دا ده چې څنګه یو اغېزمن او پر نظم ولاړ میکانیزم رامنځته کړي. ده استدلال وکړ چې که څه هم امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد له یوه او بله جلا موخې او د هغو د تطبیق لپاره جلا اداري بڼې لري، خو په واقعیت کې دواړو په بریالیتوب سره ځواکمن اداري سیستمونه رامنځته کړې دي او په خپلو ټولنو کې یې دومدار سیاسي ثبات رامنځته کړی دی.

د ده په باور، یو مډرن سیاسي نظم باید څلور کلیدي ځانګړتیاوې ولري:

د تطبیق وړتیا (Adaptability)- مانا دا چې یو نظام د خپلو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي بدلونونو سره ځان عیار کړي. پیچلتیا (Complexity)- د اداري او سیاسي جوړښتونو د پرمختګ او تخصص کچه. مثلاً یوه پیاوړې بېروکراسي یا سیاسي ګوندونه چې د کار وېش او تنظیم ولري، د پیچلتیا بېلګه ده. خپلواکي (Autonomy): یو سیاسي نظام باید د بهرنیو فشارونو یا داخلي قومي یا مذهبي ډلو له نفوذ پرته خپلواکې پریکړې وکړي. یووالی (Coherence)- د نظام د داخلي همغږۍ او یووالي کچه ده چې د بېلابېلو ادارو او ډلو ترمنځ د همکارۍ او هماهنګۍ له لارې رامنځته کېږي.

هانټینګټن باور درلود چې دا ځانګړتیاوې د پیاوړو سیاسي ګوندونو، مسلکي بېروکراسۍ او کنټرول شوي پوځ له لارې ترلاسه کیږي. د ده په نظر، سیاسي نظم یوازې د لویدیزې ډیموکراسۍ (څوګونديزو ټاکنو او لیبرال ارزښتونو) په تقلید سره نه ترلاسه کیږي، بلکې د هر هېواد د محلي شرایطو په پام کې نیولو سره باید یو مناسب اداري میکانیزم جوړ شي.

د هانټینګټون دا خبره په واقعیت کې هغو کسانو ته یو مهم درس وو  چې باور یې درلود، سیاسي پرمختګ یوازې د لویدیز ډوله څو ګونديزې «ډیموکراسۍ» په جوړولو سره ترلاسه کېږي.

هانټینګټن که څه هم د سړې جګړې پرمهال پر نویو ازادو شوو هیوادنو باندې د لویدیځ ډوله لیبرال ډموکراسۍ د تطبیق له پالیسۍ څخه ملاتړ کاوه او خپل نور ټول نظریات یې هم په همدې کانټېکس کې مطرح کړې دي، خو لویدیځ ته د نوموړي ترټولو مهمه خبره دا وه چې په دغو نویو ملي خپلواکو هېوادونو کې د سیاسي نظم جوړول، له ایډیالوژیکي سیالیو هم مهم کار دی.

د هانټینګټن په باور د پرمختيايي هېوادونو اصلي ننګونه د یوه ښه سیاسي نظم جوړول دي. که یو هېواد غواړي ریښتیني ثبات او پرمختګ ته ورسیږي، نو باید په پټو سترګو د نورې نړۍ سیاسي موډلونه کافي نه کړي، بلکې خپل اداري نظام د مشخصو سیاسي موخو پر بنسټ جوړ کړي چې هم ټولنیز تحرک رامنځته کړي، هم سیاسي مشارکت تنظیم کړي او هم د حکومت اغېزمنتوب زیات کړي.

د هانټینګټن د دې کتاب یو ضمني پیغام دا وو چې د نړۍ په ټولو برخو کې د ډیموکراسۍ په اړه جلا او متفاوت برادشتونه شتون لرلای شي او ډیموکراټیک ماډل په بشپړ ډول یو، ثابت او ترټولو مهمه ده چې لویدیځ ډوله نه دی او په دې برخه کې باید د لویدیز ډوله ډیموکراسۍ د نمانځلو څخه ډډه وشي.

د نړۍ په اوسمهاله سیاسي توپاني شیبو کې لویدیځ یو ځل بیا د تېرې سړې جګړې په څېر، هېوادونه په (استبدادي) او (دموکراتیکو) ویشلي او هر نامطلوب حاکمیت د استبداد په قطار کې ودروي. د دې ترټولو ښکاره بېلګه د چین د خلکو جمهوریت دی. لویدیځ لېبرال روښانفکران د چین حکومتي رژیم د لېبرال رژیمونو په مقابل کې، یو اقتدارپاله رژیم ګڼي چې سیاسي پلورالیزم او انتخاباتي آزادۍ پکې نشته او د لویدیځو دموکراتیکو موډولونو غوندې د قواوو تفکیک پکې نه لیدل کېږي، خو د سیاسي نظم ساتلو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات، سراسري رفاه او د خلکو د سیاسي مشارکت او رضایت په شاخصونو کې چین په بشپړه توګه له پامه غورځوي.

د واکمن ګوند مسلکي کادرونو (بیروکراسۍ) د اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو پروګرامونو په تطبیق کې بریالي ګامونه اوچت کړي، سربېره پر دې د ولسي رضایت شاخصونه، لکه د ۲۰۲۰ ز کال د هاروارډ پوهنتون یوه سروې (Edelman Trust Barometer) ښيي چې د چین ولس د خپل حکومت په اړه د لوړې کچې رضایت لري، چې دا د سیاسي نظم د ثبات نښه ده.

په تېرو دوو لسیزو کې، لویدیځ (په ځانګړې توګه متحده ایالاتو) هڅه وکړه چې په افغانستان کې لویدیزې ډوله ډموکراتیک سیستم پلی کړي، خو دا نظام د افغانستان د ټولنیزو، توکمیزو او کلتوري پیچلتیاوو سره سمون نه درلود او په پای کې د بېلابېلو ټولنیزو درزونو، قومي شخړو او اداري فساد له کبله، د د سیاسي نظم په راوستلو کې پاتې راغی او پرځای یې اوږدمهالې نامالومې ګډوډۍ ته زمینه مساعده کړه.

د لویدیزې لیبرال ډیموکراسۍ تطبیق په ډېرو نورو هېوادونو کې هم د اوږدمهالې سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شوې. د بېلګې په توګه، په عراق او لیبیا کې د لویدیځ له مداخلو وروسته، د نظم نشتوالي، انارشۍ او اداري زوال ټولنې د دومداره سیاسي زوال و خواته وړې دي.

Reference:

1- Huntington, Samuel P. (1968). Political Order in Changing Societies. Yale University Press.

2- Edelman Trust Barometer (2020). “Trust in Government: China.” Available at: Edelman Trust Barometer

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...