تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳ مه) د تاجیکستان حکومت له کابل سره د خپل دریځ په وروستي بدلون کې ډاډ ورکړی چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې به هیڅ مخالفه ډله د تاجیکستان له خاورې فعالیت ونهشي کولی.
دا دريځ دوشتبې ته د بلخ د والي له سفر او د تاجیکستان د استخباراتو له وزیر سره له کتنې وروسته اعلان شو.
د بلخ د والي «محمد یوسف وفا» په مشرۍ افغان پلاوي د تاجیکستان د رسمي بلنې پر اساس دوشنبې ته تللی او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د استخباراتو له وزیر جنرال «مومن ستارویچ یتیموف» سره لیدلي او خبرې کړې دي.
د تاجیکستان د استخباراتو وزیر په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې تاجیکستان به هغو «بدخواه ډلو ته پناه ورنه کړي» چې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي، او نه به د دغه هېواد له خاورې «د افغانستان پر ضد کومه ناوړه کړنه ترسره شي».
د بلخ والي هم پر دې ټینګار وکړ چې د ملي ګټو پر بنسټ دوه اړخیزې همکارۍ باید پراخې شي او ویې ویل: «په افغانستان کې ناامنۍ د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او موږ به اجازه ورنه کړو چې زموږ له خاورې د نورو پر ضد استفاده وشي.»
له سخت دریځه تر متقابل تعامله؛ د تاجیکستان د سیاست بدلون
د غونډې په پای کې دواړو لورو په دې سلا وکړه چې تخنیکي خبرې، امنیتي او سیمه ییزې همکارۍ به ادامه ومومي. دا لیدنه د کابل او دوشنبې د اړیکو د لا نژدې کېدو او په سیمه کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو نښه بلل کېږي.
تاجکستان د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې یوازینی هیواد و چې د طالبانو له حکومت سره یې چندان ښې اړیکې نه لرلې او د طالبانو د حکومت مخالفانو ته یې پناه ورکړې وه.
افغانستان او تاجیکستان اوږده ګډه پوله لري، او په تاجیکستان کې د طالبانو د مخالفو ډلو احتمالي فعالیت تل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو حساس امنیتي بحث و.
د تاجیکستان لهخوا د طالبانو د مخالفانو د نه ملاتړ دا بدلون کولای شي د افغانستان په شمال کې د وضعیت د احتمالي خرابېدا په اړه اندېښنې د تل لپاره کمې کړي او په عین حال کې له تاجکستان سره د افغانستان د اوسني حکومت اړیکې ښې کړي.
تاجکستان په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اندېښنه لرله چې داعش او د تاجکستان د حکومت مخالفې ډلې به له افغانستان څخه تاجکستان ته ستونزې پېښې کړي خو په تېرو ۴ څلورو کلونو کې د افغانستان له لوري تاجکستان ته هیڅ راز ګواښ نه دی پېښ شوی او دا مسله د دې سبب شوې چې تاجکستان په خپل دریځ کې بیا کتنه وکړي.