دا د هیواد د نومیالي مورخ ښاغلي عبدالباري جهاني د نږدې نیمي پېړۍ د تاریخي څېړنو پر بنسټ لیکل سوی اثر دی چي په ۵۶۶ پاڼو کي پر لیکه سو.
د کتاب په درویشتو فصلونو کي د افغانستان او سیمي د اتلمسي پېړۍ مهمي پېښي په پرله پسې تفصیل او وضاحت بیان سویدي.
د صفوي واکمنۍ په وړاندي د خپلواکۍ د پاڅون، د افغانانو په لاس د صفوي امپراطورۍ د نسکورېدلو، پر افغانستان او ایران د هوتکو د واکمنۍ، د شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک پر کارنامو، د نادر افشار د واک ته رسېدو، پر افغانستان او هند د هغه د یرغلونو، د نادر افشار په وړاندي د پښتنو قبیلو، هوتکو، ابدالیانو، ساپیانو، یوسفزو او نورو د مقاومت، د هغه په بریاوو او د هوتکو د واکمنۍ په پرځولو کي د پښتنو پر ونډه، د هغه د وژل کېدو او احمدشاه بابا د واک ته رسېدو او پاني پت تر تاریخي جګړي ټول حوادث او ګڼ شمېر نومورکي څېرې پکښي څېړل سویدي.
ښاغلي جهاني د هیواد او سیمي ددغه تاریخي بهیر څېړنه او شننه په خورا مستنده، بې پرې او مسلکي توګه کړې ده او ډېري هغه پوښتني یې حل کړي چي پخوانیو مورخینو یې جوابولو ته یا سرچینې نه لرلې او یا ارادې.
دا اثر دخپلواکۍ د بنسټ ایښودلو، ملت جوړوني او اوسني افغانستان د دولت جوړوني د برخلیک ټاکني پر مهمو ټکو د تمرکز ترڅنګ د حال او راتلونکي د سمون لپاره د تاریخي تجربو پر بنسټ، مهمي سپارښتني لري.
د ښاغلي جهاني دا اثر اوسمهال د لولو ویبپاڼي څخه پېرل کېدلای سي او په نږدې راتلونکي کي به د لوی افغانستان په کتابپلورنځیو کي هم موندل کېږي.
د کتاب ټول مصارف له قیمت او پوست سره ۲۵ ایرو کیږي چې د LULU.COM له خوا څخّه مدیریت کیږي که څوک له کلتور او کتاب لوستنې سره علاقه لري ، نو دغه کتاب د خپلو اولادونو او خپلې کتابخانې لپاره د کار په کوټه کې ښکلې سرمایه ده ، البته ښاغلی جهاني چې یو په زړه پورېملګری او شاعر دی د کتاب له پلورولو څخه اقتصادی تقویه کیږي ! نور خو څه ندي را پاتې خو تیر تاریخ مو ژوندي ساتي !!
دا کتاب زموږ د ملی هویت، تاریخ، مشاهیرو او ویاړونو یوه مجموعه ده. مادی بیه یې د یادونی نده، خو معنوی ارزښت یی ډېر اوچت دی