جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهدفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکي عملیات...

دفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکي عملیات د شپې په ۱۲ بجې پای ته ورسېدل

تاند (یکشنبه، د تلېږ میزان ۲۰ مه) د افغانستان د طالبانو ځواکونو د شنبې په ورځ د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو ځوابي بریدونه وکړل او اسلام‌اباد یې د افغانستان پر خاوره د هوایي بریدونو په تور تورن کړ.

د نیوز عرب Newsarab د راپور له مخې، دا خبره، دا خبره د افغانستان د یو شمېر ولایتونو لوړپوړو چارواکو وکړه.

د طالبانو د پوځ په اعلامیه کې راغلي: «د پاکستاني پوځ له‌خوا د کابل پر ضد د ترسره شویو هوایي بریدونو په غبرګون کې، د طالبانو ځواکونه اوس د فرضي کرښې په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په سختو نښتو بوخت دي.»

د طالبانو د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې ولیکل چې «د افغانستان د اسلامي امارت وسله والو ځواکونو نن شپه د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم د بیا بیا سرغړونو او د افغانستان پر خاوره د هوايی بریدونو له کبله د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریالي غچ اخیستونکي عملیات وکړل. دا عملیات د شپې په دوولس بجې پای ته ورسېدل.»

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دوې چاودنې واورېدل شوې، او یوه بله چاودنه د هېواد په جنوب ختیځ کې وشوه.

د جمعې په ورځ د افغانستان دفاع وزارت دا بریدونه د پاکستان له لوري وبلل او دا ګاونډی هېواد یې د «د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا او هوايي قلمرو په سرغړونې» تورن کړ.

اسلام‌اباد نه دا بریدونه تأیید کړي او نه یې رد کړي، خو ویلي یې دي چې دا د دوی حق دی چې د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره له «پولې» پورې خوا ته بریدونه وکړي. دوی له کابل څخه غوښتي چې د «پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)» غړیو ته د پناه ورکولو مخه ونیسي.

د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د جګړې روزنه یې په افغانستان کې ترلاسه کړې او د افغان طالبانو له هماغې ایډیالوژۍ سره ځان تړلی بولي، د اسلام‌اباد له‌خوا تورن شوی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د پاکستان سلګونه سرتېري وژلي دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې له ټي ټي پي او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره خبرې وکړي او خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د افغانستان دفاع وزارت په خپله پرونۍ اعلامیه کې په ضمني ډول پاکستان ته ویلي چې نور به د هغو وسله والو مخه ونه نیسي چې لېواله دي په پاکستان کې بریدونه وکړي.

یوې پاکستاني سرچینې رسنیو ته ویلي چې افغان ځواکونو په برامچه کې د پاکستاني پوځیانو پوسته نیولې، ۶ پوځیان یې وژلي او څو نور ټپیان کړي دي.

1 COMMENT

  1. اخرنی معلومات د پنجاب د خوارجو یا داعیش:
    ‏د نورستان، کنړ، ننګرهار، خوست، پکتیا، کندهار،هلمند او زابل ولایتونو ولسی خلک او د اا امارت سرتیری د کابل بریـد په غبرګـون کې پنجابستانی داعیشی وسله والو باندې درانه بریـدونه پیل کړی وه.
    ‏زمونږ افغان سرتیري د کرښی د آغزن سیم څخه اوښتی وه، د پنجابی داعیشیانو ۲۲ پوستی په بشپړ ډول نیول شوې، کومو داعیشیانو چه مقاومت کاوه، هغه مو پخپله سزا ورسول، او کومی داعیشی پوستی چه تښتیدلی وی، ځینی مهمات مو تری را انتقال کړلی . په جګړه کی ۲۴ داعیشیان تباه شوی، ۸ ژوندی نیول شوی دی، او په لس هاوو میله سپکه او درنه اسلحه زمونږ د سرتیرو لاسته ورغلی ده، او ځینی داعیشی خوارج تښتیدلی چه زمونږ د سرتیرو تر تعقیب لاندی وه.
    نن د کرښی په اوږدو کی د اولسي خلکو لخوا په سلهاوو متره آغزن سیم او د اوسپنی تیرونه او ستنی تخریب او بیا په غنیمت کی د خلکو لخوا خپلو کلیو ته وړل شویدی.

    خو نن د نیمی شپی څخه وروسته د اا امارت د جګړی د مشر په هدایت جګړه ودرول شوه. مونږ به امرثانی امر ته انتظار کوو.

    که د اا امارت دجګړی مشر د جګړی د بند او اور بند امر نه وای کړای، نو مونږ او زمونږ مشران په زغرده د داعیشی خوارجو په تعقیب روان وه، تر څو د پنجاب د داعیشی فوج د جګړی میړانه او غیرت معلوم کړو.

    د ځینو معلوماتو په اساس د پنجاب داعیشی مشرانو د قطر او اماراتو د خارجه وزارت په مرسته د ا ا امارت خارجه وزارت ته تلیفونونه کړی وه، چه ډز بندی وکړی.
    وروسته د ډز بند او اوربند سخه مونږ ټولی داعیشی
    پوستی په بمونو والوزولی او واپس خپلو قرارګاو ته راغلو.

    زمونږ پنځه سرتیری زخمیان او دوه هم د الله ج په لار کی شهیدان شویدی. د شهادت څخه یی قربان شم یو خو د وطن او خاوری په دفاع او بل د خوارجو داعیشیانو سره په مخامخ جګړه کی شهیدان شویدی. شهادت یی د افغانستان ټولو خلکو ته مبارک.
    بزدله داعیشی پنجاب زمونږ د سرتیرو څخه داسی په ډار وه، چه پوستی یی پر ځای پریښودی وی او دوی ځانونه تښتولی وه.
    په اخر کی د داعیشیانو مشرانو خواجه اصف او عاصم منیر ته وایو چه نوری بیځایه ډوزی او لاپی مه وهي. بله ورځ به خبر نه یاستی او دکور دروازه به درته ټک ټک کړو. بیا به ګیله نه کوی.
    ستاسو د الوتکو اډی په هلمند کی د امریکا او بریټانیه د باسټن اډي ځخه نه قوی دی او نه دهغوی په شان ۱۵۰۰۰ د باسټن د اډي امنیتی عسکر لري. مګر زمونږ سرتیری ورننوتل هم یی ورته الوتکی تخریب او هم مو ورته کمانډو عسکر په ګونډو او سمڅو ورننه ایستل، حتی شهزاده هیری ډار داسی حالت ته رسیدلی وه، چه سهار وختی یی واپس بریټانیا ته ولبږلو.

    ستاسو پنجابیو داعیشیانو یو څو جازونه چه په قرضو مو اخستلی، د سوخت مواد ورته نه لري. او دغه څو راکيټونه چه مو په کومو فابربکو کی په قرض جوړ کړی، آیا دغه فابریکی به مونږ ته نه وی معلومی؟ او آیا دغه د راکیټو د فابریکی امنیت تاسو نیولای شي؟
    که مونږ ته خپل مشران امر وکړی، ستاسی داعیشیانو د الوتکو دوه مهمی اډي مونږ فقط په ۵۰ ځوانانو ختمولی شو، او ټولی راکیټی فابریکی مو په ۵۰ ځوانانو الوځولی شو.
    د داعیش ترینینګ کونکی پنجابیانو سره چه مونږه کومه جګړه کوو زمونږ توان او طافت او د وجود ټوله وینه ورته څو چنده جوشیږی، او افتخار هم کوو ځکه شهادت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب