جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاوکراین وايي، طالبانو د روسیې او بیلاروس د استخباراتي فعالیتونو پر ضد...

اوکراین وايي، طالبانو د روسیې او بیلاروس د استخباراتي فعالیتونو پر ضد خپل استخباراتي ضد فعالیتونه زیات کړي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د اوکراین استخبارات وايي، د طالبانو د استخباراتي ادارو د روسي او بیلاروسي اجنټانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره فعالیتونه زیات کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو استخباراتو ادارې (FISU) د راپور له مخې، طالبان هڅه کوي د دغو هېوادونو د استازو کړنې له نژدې وڅاري.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي:

«د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د روسي او بیلاروسي اجنټانو د فعالیتونو کنټرول سخت کړی دی. د طالبانو استخباراتي چارواکي د ‘متحد دولت’ (روسیې او بیلاروس) پر استازو په دې شکمن دي چې هڅه کوي د افغانستان اسلامي امارت د ختیځ او لویدیځ تر منځ د کړکېچ د رامنځته کولو لپاره وکاروي.»

د اوکراین استخباراتو زیاته کړې:

«د طالبانو د ‌استخباراتوضد ادارې له معلوماتو سره سم، په افغانستان کې یوه اجنټه شبکه جوړه شوې چې اصلي موخه یې د بهرنيو هېوادونو د ګټو ترمنځ ټکر رامنځته کول دي.»

روسیې د جولای په درېیمه نېټه د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده.

اوکرایني راپور زیاتوي:

«د جولای په اوومه نېټه، د طالبانو د استخباراتو د ‌استخباراتي ضد څانګې مشر اسدالله بریالی په یوه لیک کې دې ته اشاره کړې وه چې په هېواد کې د روسي ‘سیا‌حانو’، خبریالانو او نورو لیدونکو شمېر ناڅاپه زیات شوی، او امکان شته چې ډېری یې د استخباراتو غړي وي.

بریالي د سپتمبر د میاشتې په یوه بل راپور کې وړاندیز وکړ چې د روسي او بیلاروسي اجنټانو د فعالیتونو د مهار لپاره دې مشخص اقدامات عملي شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب