Homeخبرونهنن پاکستان او بنګه دېش لوبه لري؛ کومه لوبډله به پایلوبې ته...

نن پاکستان او بنګه دېش لوبه لري؛ کومه لوبډله به پایلوبې ته لار ومومي؟

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۳مه) د اسیا جام شل‌ سیالیو په لړ کې نن او سبا برخلیک ټاکونکې لوبې کېدونکې دي.

نن ماښام بنګله دېش او پاکستان د دویم پړاو په خورا مهمې لوبې کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پيلېږي.که دغه لوبه بنګله دېش او یا هم پاکستان وګټي، نو بل پړاو (پایلوبې) ته به لاره پیدا کړي.

تېره شپه بنګله دېش د هند پر وړاندې ماته وخوړه، او دا یې وروستی چانس دی چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

د تېرې شپې لوبه کې هند د خپلو شپږ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره بنګله دېش ته د ۱۶۸ منډو هدف کېښود، خو بنګله دېش د ۱۹ اور په درېیم توپ باندې خپله وروستۍ ویکټه له لاسه ورکړه او هند څخه یې د ۴۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.

پاکستان سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا هیله یې بیا راژوندۍ شوه چې ممکن د اسیایي جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه ګټونکې لوبډله به د اسیا جام پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د روانې سپټمبر میاشتې ۹مه په متحده عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به دوام وکړي.

سبا جمعه ماښام بیا هند او سرېلانکا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...