تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۳مه) په دې وروستیو کې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې او له کبله یې خلکو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د وروستیو شپږو میاشتو د راپورونو پر اساس، په دې موده کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د طالبانو د ټرافیکو عمومي ریاست په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
له بل پلوه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) معلومات ښیي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې راځي چې په کلني ډول پهکې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ده.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ هرکال په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
یوازې د تېرې اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو ټرافیکي پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوېدیځ هرات کې یوازې په یوې مرګونې ټرافیکي پېښه کې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول.
د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه د عمومي سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي، او د ترافیکي قوانینو نشتون یادېږي.
څه ژرنده پڅه او څه جوار لانده دي .
په فغانستان کې د انسان ژوند ارزښت نه لري .
تر ټولو مخکې د خلکو او انسانانو ساتل د دولت اساسي دنده او وظیفه ده . دولت باید د ترافیکو قانون جوړ کړي . البته د قوانینو جوړونکی او تطبیق کوونکی باید خپله پر قانون پوه او هغه پرځان تطبیق کړي .
په دوهمه مرحله کې باید دریوران دا قانون زده او عملي کړي . که چا کومه سرغړونه وکړه ، باید سختې جریمې پرې تطبیق شي او یا د دریوري لایسنس ترې واخیستل شي . په دریمه مرحله کې زمونږ ټول سرکونه او لارې باید له نړیوالو نورمونو سره برابرې جوړې شي ، ترڅو د ترافیکي حادثو ، ټکرونو او جرایمو مخه ونیول شي .