Homeخبرونهنورستان کې د سړک پر کارکوونکو د غر ښوېیدو پېښه کې ۴...

نورستان کې د سړک پر کارکوونکو د غر ښوېیدو پېښه کې ۴ کارګر مړه او ژوبل دي

تاند ( چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲مه) د نورستان د عمومي سړک پر کارکوونکو د غره ښویېدنې له امله ۴ کاریګر مړه او ژوبل شوي دي.

دا غر د نورستان د عمومي سړک جوړونې په مسیر، چتراس کې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې ښویېدلی.

د دې پېښې له امله ۲ کاریګر مړه شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د معلوماتو له مخې، قربانیان د یوه خصوصي وداندیز شرکت کارکوونکي دي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو ویاند دغه پېښه تایید کړې او د بند پاتې کسانو د ژغورنې خبر یې ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...