تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲مه) نړیوال بانک وايي، په پاکستان کې د بې وزلۍ د کمېدو بهیر په وروستیو کلونو کې بېرته په شا شوی او د خلکو د ژوند ستونزې زیاتې شوي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۵ کلونو کې د ښاري کېدو د څپې له امله د پاکستان د بې وزلۍ کچه په چټکۍ کمه شوې وه او له ۶۴ سلنې تر ۲۰۱۹ پورې ۲۲ سلنې ته راټیټه شوې وه.
راپور زیاته کړې، چې دغه پرمختګ ورو ورو ودرېد او د ۲۰۲۴ تر کاله پورې د بې وزلۍ کچه بېرته ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.
راپور څرګندوي چې د کورونا وباء، نړیوال انفلاسیون، د ۲۰۲۲ او سږ کال ویجاړوونکي سېلابونه او د اصلاحاتو نشتوالی هغه عوامل دي چې د پاکستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.
نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې ډېری هغه کسان چې مخکې له بې وزلۍ وتلي وو، اوس د فقر له کرښې یوازې لږ پورته ژوند کوي او د هر اقتصادي ټکان په وړاندې ډېر زیانمن دي.
د پاکستان د مالیې وزارت سلاکار خرم شهزاد منلې چې هېواد یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو ټینګار یې کړی چې حکومت د ټولنیزو مرستو پروګرامونه پراخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د پاکستان د ناسم اقتصادي وضعیت او د روان کال مرګونو سېلابونو له امله د دغه هېواد د راتلونکي کال بودیجه ارزوي.
په همدې حال کې د پاکستان د مرکزي بانک شمېرې ښيي، چې د پاکستان ټول کورني او خارجي پورونه ۷۸ زره ۲۳۸ میلیارد روپیو ته رسېدلي دي، چې دا ریکارډ کچه ښيي.