جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخواجه آصف: پاکستان د افغان کډوال له امله ستونزو سره مخ دی،...

خواجه آصف: پاکستان د افغان کډوال له امله ستونزو سره مخ دی، دوی باید ټول ووځي

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې ټول افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي پرون سه شنبه په دغه مرکه کې افغان کډوال د پاکستان د ستونزې لوی لامل بللي او ټینګار یې کړی چې دوی باید ټول له پاکستانه ووځي.

هغه وایي: “پاکستان د افغان کډوالو له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی”

هغه ویلي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کیږي؛ خو دا یوه داسې ادعا ده، چې تل طالبانو رد کړې ده.

خواجه آصف ټینګار کړی: “اسلام‌آباد پر ځلونو له افغان چارواکو غوښتي؛ د هغو ترهګرو د مخنیوي لپاره دې پوره هڅې وکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د سولې د ګډوډولو لپاره فعالیت کوي.”

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې له سعودي عربستان سره د دفاعي تړون په اړه ویلي، چې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچستان عالي محکمې تېره ورځ د قاضي روزي خان بړیڅ پر مشرۍ د پاکستاني وکیل هغه غوښتنه ومنله، چې د افغان کډوالو ستنېدا تر شپږ میاشتو پورې وځنډوي؛ ځکه، چې زرګونه افغان ماشومان د بلوچستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او دا مهال به یې بېرته ستنول د دوی د زده‌کړو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ او کورنۍ خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب