جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاسیا جام کرکټ سیالیو کې نن هند د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبېږي

اسیا جام کرکټ سیالیو کې نن هند د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبېږي

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲مه) په متحده عرب اماراتو کې د ۲۰۲۵کال اسیا جام شل‌ اوریزو سیالیو پر دوام، د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیلېږي.

د ۲۰۲۵کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تر دې مهاله درې لوبې شوې، چې په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه، په دویمه لوبه کې بیا پاکستان له هند څخه ماتې وخوړه او په درېیمه لوبه کې بیا پاکستان سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.

دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې د افغانستان په ګډون په‌کې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

باورونه دا دي چې، د لوبډلو امتیازونو ته په کتو ښايي پایلوبه د هند او پاکستان ترمنځ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب