تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۲مه) هرات ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسولین وايي، د تورغونډۍ بندر د پراختیايي چارو لپاره څه باندې اوه میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
هرات کې د طالبانو والي د یادې پروژې د پرانیستي پر مهال ویلي، دمګړۍ هرات کې لسګونه لویې او وړې پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي چې، د تورغونډۍ پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ بدلون راشي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلي معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، دغه پروژه په ۵۰ جریبه مساحت کې د څه باندې ۷میلیونه ډالرو په لګښت سره پلي کیږي چې چارې به یې یوه کال کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، د تورغونډۍ بندر پراختیا او نويو تاسیساتو جوړولو سره به د صاداراتو او وارداتو برخه کې هم د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
د تورغونډۍ بندر هرات کې له ترکمنستان سره په پوله کې موقعیت لري چې د هېواد له مهمو صادراتي او وارداتي بندرونو شمېرل کیږي.