جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+افغانان او دوه ډوله ګناه | رحمت شاه فراز

افغانان او دوه ډوله ګناه | رحمت شاه فراز

له ايتيکل پلوه زموږ په ټولنه کې د ګناه په اړه دوه ډوله چلند يا په بل تعبیر دوه ډوله ګناهونه ډېر له ورايه ليدلی شو.

يوه ډله ګناهونه هغه دي، چې تر شا يوه بدنامي لري، په ټولنه کې د انسان مقام او حیثیت زيانمنوي او بله دا چې په سپيناوي او توجيه سره يې له ځانه اړولی نه شو.

دوهمه ډله ګناهونه هغه دي، چې په ټولنه کې د انسان نوم او درناوی نه‌ ورانوي او بله دا چې سپيناوی او بله توجيه يې شونې وي.

د اولني قسم ګناهونه مثلا غلا کول، زنا کول، يا ښځه بازي او بچه بازي او داسې نور درواخلئ. د افغانانو لوی شمېر له دې ګناهونو د ځان‌ساتنې ډېر کلک کوشش کوي، په دې چې په ځان پسې د بدنامي او منفور کېدنې لکۍ لري. يانې و دې شي، چې دغه ځان‌ساتنه به يې هم له خدای نه د وېرې له امله نه وي.

خو دويمي قسم ګناهونه مثلا غيبت کول، د نورو انسانانو حقونه تر پښو لاندې کول، د بل سپکاوی او توهین کول، په بې ګناه خلکو تور لګول، په ناپ او تول کې کمی کول او داسې نور هغه ګناهونه دي، چې د ترسره کوونکي لپاره يې يو مثبت ټکی دا دی، چې انکار هم ورنه کولی شي او په بل ډول يې هم توجيه کولی شي.

زه چې کله په «الغِيبةُ أشدُّ مِنَ الزِّنا» حديث فکر کوم، نو ورسره مې ذهن دې خبرې ته هم ګرځي، چې رسول الله ص به دا خبره په همداسې تناظر کې کړې وي، چې خلک له زنا څخه ځکه ډډه کوي، چې په ځان پسې احتمالي بدنامي لري، خو د غيبت او نورو ګناهونو اړوند دا اندېښنه ورسره نه وي، نو ځکه يې رسول الله ص په دومره شديدو الفاظو کې يادونه کړې ده.

د دويمي قسم ګناهونو د توجيه کېدو خبره به هم په يوه مثال کې روښانه کړو. مثلا زموږ غيبت کولی شي، چې د احمد په هکله په ټولنه کې بدګماني پيدا کړي او احمد له بې شمېره خيرونو او ګټو څخه په يوه محروم انسان بدل کړي. خو که احمد موږ ته راشي او محاسبه راسره وکړي، نو موږ په ډېره مسکانه څېره ورته ويلی شو، چې وروره، غلط‌فهمي درته پيدا شوې ده، موږ هېڅ دغسې کومه خبره نه ده کړې.

رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب