پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبانو په بلخ کې د نوري فایبر انټرنټ بند او قطع کړ

طالبانو په بلخ کې د نوري فایبر انټرنټ بند او قطع کړ

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه)‏ په بلخ ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولان وايي، د نوري فایبر انټرنټ د طالبانو د حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په فرمان قطع شوی.

د بلخ د والي ویاند عطاالله زید پر خپله اکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اقدام له منکراتو څخه د مخنیوي په موخه شوی دی.

هغه لیکلي چې تر دې وروسته د نوري فایبر فعالیت قطع شوی او له دې لارې انټرنیت د لاسرسي وړ نه دی.

ورته وخت کې د بلخ یوشمېر اوسېدونکي وايي، تېرو دوو ورځو راهیسې مزارشریف ښار کې د کیبل او وای‌فای له لارې د دفترونو، شرکتونو او رهایشي کورونو انټرنټ بند شوی.

دوی وویل، دامهال یوازې د موبایل انتونونو له لارې د مخابراتي شبکو انټرنټ د لاسرسي وړ دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې د کیبلي او وای‌فای انټرنټ په قطع کېدو سره، کاري او ښوونیز بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

دې پرېکړې په ټولنیزو رسنیو کې هم توند غبرګونونه راپارولي او له طالبانو غوښتل شوي چې، د منکراتو د مخنیوي نورې هغه لویې سرچینې دې وتړي چې دوی ترې استفاده کوي.

فرانسه کې افغان خبریال یارمحمد پردیس په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « که کیسه همداسې وي، نورې ډېرې برخې شته چې هلته هم له منکراتو څخه خلک منع کېدای شي، هلته هم باید بندیزونه وضع شي او باالاخره خلک یوازې د ساه اخیستو اختیار ته پاتې شي».

هغه هیله کړې چې طالبان دې د محدودیتونو پرځای خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

2 COMMENTS

  1. یار محمد خان په اشارو هیڅ نه کیږی ته مهربانی وکړه نوری برخی لطفآ واضح او په ګوته کړه چی مخنیوی یی وشی

  2. هر هغه څه چی سبب د پوهی او آسانتیاوو خلکو ته کیږی نباید استعمال شی. کچیری خلکو پوهه او زده کړه تر لاسه کړه بیا نو دغه جاهله طبقه خلک د اسلام په نوم نشی غولولی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...