Homeخبرونه‏طالبانو په لوګر کې د ۴۹ ښوونځیو بیارغونه پیل کړه

‏طالبانو په لوګر کې د ۴۹ ښوونځیو بیارغونه پیل کړه

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه) د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې لوګر ولایت کې یې د ۴۹بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل کړې.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ښوونځیو بشپړېدو سره به ۳۰زره زده‌کوونکو ته ارام او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه ښوونځي په محمد اغې، خوشي، بره کي برک، خروار او د یاد ولایت مرکز کې بیارغول کیږي.

خبرپاڼه کاږي چې د دغې پروژې ټولیز لګښت ۳۶.۱۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د یوه همکار بنسټ له لوري ورکول کیږي.

د یادو ښوونځیو د بیارغونې چارې به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړې شي.

تر دې وړاندې د یادو سیمو اوسېدونکو د ښوونځیو له خراب وضعیت شکایت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...