جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد م.م امنیت شورا سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د م.م امنیت شورا سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (چهارشنبه، سپټمبر ۱۷) د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ غونډه کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان وضعیت په اړه خپل وروستی درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

افغانستان کې د اوتونبایو ماموریت روانه سپټمبر میاشت پایته رسیږي.

د راپورونو پر بنسټ په پام کې ده چې د امنیت شورا د سبا ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر ترک او د مدني ټولنې یو استازی هم خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دې غونډې د موضوع او اجندا په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو تر دې وړاندې به د یادې شورا ناسته کې تر ډېره افغانستان کې پر بشري وضعیت خبرې کېدلې او د طالبانو له لوري د بشر حقونو دنقض موضوع به پکې سپړل کېده.

هغه څه چې د یوناما او طالبانو ترمنځ به پرې وخت ناوخته ناندرۍ راپورته کېدلې.

1 COMMENT

  1. ایکاش د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان قانوني استازی هم وای، چې د افغانستان د خلکو له سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزواو له بلې خوا د ټالبانو له نارواو به لږ یادونه شوې وه .
    دا څلورم کال دی ، افغانستان چې نژدې د دغه سازمان له موسسینو له ډلې دی ، هلته خپل استازی نه لري . د چورواکانو نماینده لکه خلیفه برهان الدین رباني په خپله کونه او څوکۍ حلفي سریښ وهلي اوپه غیر قانوني توګه چې د هېڅ دولتي او قانوني ارګان استازی نه دی ، هلته ناست او شورای نظار ته تبلیغ کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...