جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په ازبکستان کې د کتاب لوستلو په بدل کې د بند سزا...

په ازبکستان کې د کتاب لوستلو په بدل کې د بند سزا کمېږي

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) په ازبکستان کې بندیان د کتاب لوستلو په بدل کې د جزا د کمېدو حق ترلاسه کوي.

ازبکستان یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې بندیان کولای شي په کال کې تر ۳۰ ورځو پورې خپله جزا کمه کړي، خو یوازې هغه وخت چې د ځانګړې لیست څخه څو کتابونه ولولي. البته دا تعلیمي اقدام د ټولو بندیانو لپاره نه تطبیقېږي.

کله چې ارنست همینګوۍ د بوډا سړی او سمندر ناول لیکه، ښایي هیڅکله یې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به دا کتاب د یوه بندي د جزا د درې ورځو د کمېدو سبب شي.

خو اوس په ازبکستان کې بندیان کولای شي وروسته له دې چې یوې ځانګړې کمېټې ته ثابته کړي چې دوی دا مشهور کتاب لوستی دی، خپله جزا کمه کړي.

د هېواد سنا جرګې هغه قانون تصویب کړی چې بندیانو ته اجازه ورکوي د کتاب لوستلو له لارې د خپلو جزاوو د لنډېدو فرصت ولري. د قانون له مخې، د هر کتاب په پره لوستلو به د بندي جزا درې ورځې کمه شي، خو په کال کې به تر ۳۰ ورځو زیاته کمه نه شي.

دغه اقدام د عمرقید بنیدانو لپاره نه دی، خو د چارواکو په وینا له ۱۳،۵۰۰ زیات بندیان په ټول هېواد کې ترې ګټه اخیستی شي.

«موږ د برازیل او ایټالیا تجربه وڅېړله»

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي شخرېزود شوکیروف، یورونيوز ته وویل چې هېواد د اصلاحاتو تر تصویب مخکې نړیوالې تجربې څېړلې دي.
هغه زیاته کړه: «په برازیل کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې بندیان کولای شي د هر کتاب لوستلو په بدل کې خپله جزا څلور ورځې کمه کړي – د کال تر ۴۸ ورځو پورې. ورته اقدامات په ایټالیا او بولیویا کې هم شته. ازبکستان د دغو پایلو څېړنه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې دغه سیستم له خپل قانوني چوکاټ سره عیار کړي.»

د سیستم څارنه به یوه ځانګړې کمېټه کوي. بندیان به د کتاب له لوستلو وروسته یوه ازموینه ورکوي څو خپله پوهه وښيي. یاده کمېټه به د محلي شوراګانو، مدني ټولنې، ځان‌بسیا اورګانونو او د زندان د ادارو استازي ولري. یوازې هغه کسان چې په ازموینه کې بریالي شي، د جزا د کمېدو حق ترلاسه کوي.

د لازمو کتابونو په لیست کې څه شامل دي؟

بغمات اوچیلوف، چې د جمهوریتي مرکز د معنوي او تعلیمي چارو متخصص دی، وویل چې د کتابونو لیست د بېلابېلو برخو لپاره ترتیب شوی.

هغه زیاته کړه: «کتاب لوستل بندیان هڅوي چې پر ځان فکر وکړي او نور درک کړي. دا په مستقیم ډول د هغوی پر اخلاقي روزنه اغېز کوي او په راتلونکې کې د هغوی د جرمونو مخه نیسي.»

په رسمي لیست کې هم د ازبک لیکوالانو اثار شامل دي او هم د نړیوالو کلاسیکو ادبي اثار:

  • ارنیست همینګوۍ — بوډا سړی او سمندر
  • کارل فون کلاوزویتس — د جګړې په اړه
  • تیوډور دریسر — یوه امریکايي غمیزه
  • اریش ماریا ریمارک — درې ملګري
  • ری بریډبري — فارنهایټ ۴۵۱
  • فرانڅ کافکا — محاکمه
  • جک لندن — مارټین ایډن
  • عبدالله قادري — اوتکان کونلار (تېرې ورځې)
  • د نوي ازبکستان د پرمختیا تګلاره
  • د رهبرانو کتاب

د قانون هرکلی

د ازبکستان وکیلان او د تعلیم کارپوهان عموماً د دغه اقدام هرکلی کوي. بغمات اوچیلوف یورونيوز ته وویل چې دا قانون بندیان هڅوي چې «د بېکارۍ په ځای خپل وخت په زده‌کړه تېر کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب