جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان په نښتو کې ۶۴ تنه وژل شوي

د پاکستان په نښتو کې ۶۴ تنه وژل شوي

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د پاکستان پوځ وايي د دې هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستاني طالبانو پر درې پټنځایونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې سختې نښتې او د ۱۹ سرتېرو او ۴۵ وسله والو مخالفانو د وژل کېدو سبب شوي دي.

پوځ د شنبې په ورځ د وږي ۲۲مه اعلان وکړ چې په لومړنیو عملیاتو کې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ په سیمه کې وشول، ۲۲ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

پوځ همداراز وايي، له دې جلا په یو لړ نورو عملیاتو کې، چې په جنوبي وزیرستان کې وشول، ۱۳ نور وسله وال مخالفان هم وژل شوي. د پوځ په وینا په دغو نښتو کې ۱۲ سرتېري هم وژل شوي دي.

پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې زیاته کړه چې د پنجشنبې په ورځ د کوزدیر په سیمه کې د یوې استخباراتي حملې پر مهال سخته جګړه شوې چې پکې اووه سرتېري او ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

پوځ ټینګار وکړ چې طالبان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي او له افغان طالبانو یې وغوښتل چې «خپل مسوولیتونه ترسره کړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي».

دا هغه ادعا ده چې د پاکستان پوځ یې تل کوي خو د افغان طالبانو حکومت یې په کلکه ردوي.

پوځ وژل شوي یاغیان «خوارج» وبلل؛ هغه اصطلاح چې د پاکستان حکومت یې د «ټی ټی پي» لپاره کاروي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هند تورنوي چې د ټي ټي پي او د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، هغه تورونه چې نوي ډېلي رد کړي او د پاکستان پوځ یې د ثبوت لپاره کوم سند او شاهدي نه ده وړاندې کړې.

د طالبانو حکومت او د هند دولت د پاکستان د پوځ د دې تازه تور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر آصف علي زرداري، صدراعظم شهباز شریف او نور چارواکي د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه. شریف او د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، د سرتېرو په جنازه کې ګډون وکړ او په بنو کې یې د پوځ د ټپیانو حال وپوښت.

د دولتي رسنیو په وینا، شریف وویل چې پاکستان غواړي په شمول د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې ولري. خو هغه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له «پاکستان سره د دوستانه اړیکو د ساتلو» او یا « پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو» تر منځ یو څرګند انتخاب وکړي.

په ۲۰۲۱ کې د افغان طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د پاکستاني طالبانو روحیته پیاوړې شوې او له همدې کبله یې په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب