جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد اسماعیل خان یو پخوانی قوماندان په مشهد کې ووژل شو

د اسماعیل خان یو پخوانی قوماندان په مشهد کې ووژل شو

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د هرات د پخواني والي اسماعیل خان یو پخوانی قوماندان غلام معروف غلامي، د شنبې په ورځ په مشهد ښار کې په ډزو وژل شوی دی.

د جمعیت ګوند د اسماعیل خان څانګې سرچینو دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې غلامي د مشهد په مفتح سړک کې په خپل دفتر کې و چې برید پرې وشو او ځای پر ځای ووژل شو.

تراوسه پورې د غلامي د وژل کېدو د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او د ایران پولیسو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو اکثره پخواني قوماندانان دښمنۍ لري او عموماً د خپلو دښمنانو له لوري وژل کېږي.

غلام معروف غلامي د افغانستان د لوېدیځ د جهادي قومندانانو د شورا مسوول و او د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو وروسته له نورو پخوانیو قومندانانو سره ایران ته ولاړ.

هغه د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو مخکې، د ۱۴۰۰ هـ ش د اسد او سنبلې په میاشتو کې د اسماعیل خان ترڅنګ له طالبانو سره جګړه کړې وه.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له لوري د هرات ښار له نیول کېدو وروسته اسماعیل خان او پلویان یې یا په خپله خوښه یا بې خبره د طالبانو لاس ته ورغلل خو طالبانو پرېښود او له څه مودې وروسته نوموړی له خپلو پلوي قوماندانانو سره د ایران مشهد ته لاړ او لا هم هلته اوسي.

ویل کېږي چې اسماعیل خان له ډېرو کلونو راهیسي په مشهد کې کور او مجلل ژوند لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب