Homeخبرونهد ملا عبدالغني برادر او د امریکا د استازو لیدنه

د ملا عبدالغني برادر او د امریکا د استازو لیدنه

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د امریکا د بندیانو د چارو ځانګړي استازي ادم بوهلر او ورسره ملګري پلاوي د شنبې په ماسپښین په ارګ کې د طالبانو د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره وکتل.

د باختر اژانس د راپور له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی و. د غونډې تمرکز په افغانستان کې پر روان وضعیت او د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو و.

ملا عبدالغني برادر په خبرو کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې فساد او د نشه‌يي توکو کرل له منځه تللي، د بیکارۍ کچه راټیټه شوې او د افغاني اسعارو ارزښت د بهرنيو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې شوی دی. نوموړي د بانکدارۍ په سکتور کې پرمختګونه، د صادراتو زیاتوالی او د لویو بنسټیزو پروژو د پیل هم یادونه وکړه.

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال زیاته کړه چې د پانګه‌والو د هڅونې لپاره ځانګړي قوانین جوړ شوي، د وزارتونو ترمنځ ګډه کمیټه او د پنځو کلونو ملي انکشافي ستراتیژي رامنځته شوې ده څو د کورنیو او بهرنیو پانګونو زمینه برابره کړي.

هغه پر امریکا غږ وکړ چې د تقابل له دریځ څخه رغنده تعامل ته مخه کړي او د افغانستان د بیارغونې په چارو کې ونډه واخلي.

له بلې خوا، ښاغلي بوهلر له افغانستان سره د امریکا د اقتصادي همکاریو او پانګونې ژمنه تکرار کړه او ویې ویل چې دا به تر ډېره د خصوصي سکتور په همکارۍ عملي شي.

په خبرو کې د بندیانو موضوع هم مطرح شوه، او ښاغلي بوهلر د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...