تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هندي ډیپلومات «هریش کومار» په عادي ډول او د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه وتلی دی.
د وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» ټینګار کړی چې د رسنیو راپورونه د کومار د ایستلو په اړه ناسم دي او هغه د «نامطلوب عنصر» په توګه نه دی اعلان شوی.
ځینو رسنیو وړمه ورځ ادعا کړې وه چې چې طالبانو یو هندی دیپلومات هریش کومار ځکه له افغانستانه ایستلی چې د دوی له مخالفو څېرو سره یې لیدلي او خبرې کړي وې.
د سرچینو په وینا، نوموړي هند او قطر ته په خپلو سفرونو کې د طالبانو له مخالفو مشرانو سره د غونډو د جوړولو په اړه سلا مشورې کړې وې.
د هند د رسمي دولتي اسنادو له مخې، په بهر کې د دې هېواد د ډیپلوماتانو ماموریت عموماً درې کاله وي او که اړتیا وي، تمدیدیږي. خو څېړنې ښيي چې د کومار حضور په افغانستان کې له درې میاشتو هم کم دوام کړی دی.
هند چې د افغانستان د پخواني حکومت له نژدې شریکانو څخه و، اوس له طالبانو سره محتاطې اړیکې ساتي. سره له دې، د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې په محدوده کچه ډیپلوماتان کابل ته استولي دي.
د هندي ډیپلومات د ایستلو او یا د ماموریت د پای ته رسېدو په اړه خبرونه په داسې حال کې خپریږي چې طالبان لا هم د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او د هېوادونو او له خپلو کورنیو مخالفانو سره د ډیپلوماتانو د اړیکو په اړه خورا حساس دي.