Homeخبرونهطالبان: له امریکا سره د بندیانو د تبادلې موافقه شوې

طالبان: له امریکا سره د بندیانو د تبادلې موافقه شوې

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د امریکا د سي بي ایس نیوز د راپور له مخې، طالبانو د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان او امریکا د اړیکو د عادي کولو د هڅو په لړ کې د امریکا له استازو سره د بندیانو د تبادلې په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

طالبانو د موافقې جزئیات ورنه کړل او سپینې ماڼۍ هم کابل ته د خپل پلاوي د سفر او د طالبانو د اعلامیې په اړه څه ونه ویل. طالبانو د خبرو اترو تصویرونه خپاره کړل چې پکې د دوی د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیانو د چارو له ځانګړي استازي ادم بوهلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره لیدل کېږي. د طالبانو په وینا، د بندیانو په اړه بوهلر “تایید کړه چې دواړه خواوې به د بندیانو د تبادلې اقدام وکړي.” خو دا څرګنده نه شوه چې په دواړو هېوادونو کې څومره کسان نیول شوي، څوک دي او د کومو لاملونو له مخې بندیان شوي دي.

دا کتنه وروسته له هغه وشوه چې طالبانو په مارچ میاشت کې یو امریکایي وګړی جورج ګلیزمن خوشې کړ، چې د سیلاني په توګه افغانستان ته تللی و او هلته ونیول شو. نوموړی د ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته د طالبانو له خوا درېیم امریکایي وګړی و چې طالبانو خوشي کړ. لږ وروسته طالبانو یوه امریکایي ښځه فای هال هم خوشې کړه، چې د بې اجازې ډرون کارونې په تور نیول شوې وه.

د شنبې په ورځ په تل‌ابیب کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د امریکا استازي له طالبانو سره له څه مودې راهیسې خبرې کوي، خو د کومې موافقې جزئیات یې تایید نه کړل. هغه زیاته کړه: “[بوهلر] هلته ولاړ چې وګوري څه امکان لري. په ښکاره ډول، د هر ډول تبادلې یا تړون وروستۍ پرېکړه د ولسمشر له لوري کېږي، خو موږ په کلکه غواړو چې ټول امریکایان او هغه کسان چې په ناحقه بند دي، خوشې شي.”

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانانو پر سفر د ولسمشر ټرمپ پر نوي بندیز سخت غبرګون ښکاره کړ.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې وویل: “د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو د پراختیا، د وګړو اړوند موضوعاتو او د افغانستان د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.”

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د امریکا پلاوي د افغانستان د ختیځ د وروستۍ زلزلې له امله د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. په دېزلزله کې تر ۲۲۰۰ډېر  کسان وژل شوي دي.

امریکايي پلاوي په کابل کې له امیرخان متقي سره وکتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...