تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د افغانستان د ختیځ وروستیو زلزلو له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ کړې دي.
په دې اړه د “د ماشومانو د ژغورنې سازمان” خبرداری ورکړی چې د زلزلهځپلو سیمو د روغتیایي مرکزونو ویجاړیدا وضعیت نور هم سخت کړی دی.
د مرستندویو ادارو د یوې شبکې د راپور له مخې، تر ۹۱ زره زیات کسان په اغېزمنو سیمو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یوازې په ختیځ هیواد کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي او یو یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
سربېره پر دې، په روان کال کې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله شاوخوا ۸۰ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه یا ټیمونه چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ټولو روغتیایي مرکزونو نژدې ۹ سلنه جوړوي، تړل شوي دي. دې چارې شاوخوا ۵۶۴ زره کسان اغېزمن کړي دي.
په ټوله کې په افغانستان کې، شاوخوا ۴۲۲ روغتیایي مرکزونه د بودجې د کموالي له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه بند شوي، چې له امله یې شاوخوا ۳ میلیون کسانو ته د حیاتي روغتیایي خدمتونو لاسرسی محدود شوی دی.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوې مدیرې سمیرا سعید رحمان ویلي: «د ماشومانو خوارځواکي همدا اوس په افغانستان کې یوه ملي بېړنۍ موضوع ده. زلزله دا بحران لا پسې ژوروي او د بودجې کمښت د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره د خوړو او روغتیایي خدمتونو د کمېدو معنا لري.»
دا زلزله چې تر اوسه یې د ۷۵۰ ماشومانو په شمول شاوخوا ۲۲۰۰ کسان وژلي، په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له یوه پراخ بحران سره مخامخ دی. نژدې ۵ میلیونه ماشومان، یعنې د افغانستان د ماشومانو شاوخوا ۲۰ سلنه، له سختې لوږې سره مخامخ دي. اټکل کېږي چې سږکال ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.