جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمن: پر دوحه د اسراییلو بریدونه جنګي جنایت دی

مولانا فضل الرحمن: پر دوحه د اسراییلو بریدونه جنګي جنایت دی

تاند ( چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه) ‏د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل بریدونه چې، د حماس غړي په نښه کړل، په کلکو ټکو غندلی.

فضل الرحمن ویلي، چې د اسراییل دا برید په ښکاره توګه د اسلامي او عربي نړۍ پر خپلواکۍ تېری دی.

نوموړي ادعا کړې،چې دې برید کې د لویدیځ پوځ الوتکې او استخباراتي وسایل کارول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر دوحې د اسراییل بریدونه لویدیځ او امریکا له نارضایت سره مخ شوي او ولسمشر ټرمپ ویلي، چې هغه وخت خبر شو، چې خبره له خبرې تېره وه.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتنه کړې، چې د حماس د مذاکراتي پلاوي او مشر، خالد مشعل امنیتي ډاډ تضمین کړي، څو وکولای شي خپله «مبارزه» سرته ورسوي.

فضل الرحمن له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د غزې د خلکو د خوړو او اوبو محاصرې پر ختمېدو هم ټینګار کړی او هغه یې «جنګي جنایت» ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییل د قطر پر پلازمېنې دوحې بریدونه وکړل او ویې ویل چې د حماس د مذاکراتي پلاوي غړي یې په نښه کړي دي. حماس تایید کړه چې ۵ غړي یې وژل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...