جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏ملګري ملتونه: ځینې هېوادونه د طالبانو د تګلارو له امله زلزله ځپلو...

‏ملګري ملتونه: ځینې هېوادونه د طالبانو د تګلارو له امله زلزله ځپلو سره له مرستو ډډه کوي

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۹مه) ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د ختیځ وروستۍ زلزلو شاوخوا نیم میلیون کسان اغېزمن کړي او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو لپاره ۱۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره خپلې مرستې چمتو کړي، څو د زلزله ځپلو ژوند له جدي خطر سره مخ نه شي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې را روان ژمی به د زلزله ځپلو حالت لا خراب کړي.

ملګري ملتونه وایي، یو شمېر هېوادونه د طالبانو د تګلارو له امله له مرستو کولو ډډه کوي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې مرسته باید د خلکو د ژغورلو لپاره وي، نه د سیاستونو پر بنسټ.

په راپور کې مشخصاً هغه هېوادونه نه دي ښودل شوي، چې له دې امله مرسته نه کوي، خو امریکا چې د نړۍ د بحراني شرایطو لوی مرسته کوونکی هېواد دی، لا یې افغان زلزله ځپلو ته مرسته نه ده منظور کړې.

د هېواد ختیځ زلزله کې تر ۲۲۰۰ ډېر هېوادوال وژل شوي، زرګونه ژوبل شوي او لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب