جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه کونړ کې د زلزلې د قربانیانو ژغورلو ته هیلې په مړاوې...

په کونړ کې د زلزلې د قربانیانو ژغورلو ته هیلې په مړاوې کېدو دي

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) په افغانستان کې د تېرې اوونۍ د زورورې زلزلې، چې له امله تر ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شول، د ژوندیو د موندلو هیله ورو ورو مړه کېږي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ یوه سیمه ییز چارواکي، پرون (جهارشنبې) اعجاز الحق یاد، فرانس پریس خبري اژانس ته  وویل: «ځینې کلي شته چې تر اوسه هېڅ مرسته ورته نه ده رسېدلې. لا هم خلک تر ورانو ودانیو لاندې بند پاتې دي او ژغورل یې سخت دي.»

د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې په ۱۲ بجې او ۴۷ دقیقې، د ریښتر ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې چې له کبله یې دا ناورین رامنځته شو.

د طالبانو واکمنو چارواکو ویلي، تر اوسه لږ تر لږه ۱۴۱۱ کسان وژل شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان دي، چې دا په تېرو لسیزو کې د افغانستان  تر ټولو مرګونې او سخته زلزله وه.

ډېری تلفات په کونړ ولایت کې پېښ شوي دي، په داسې حال کې چې په ننگرهار او لغمان ولایتونو کې هم لږ تر لږه لسګونه کسان مړه  شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

یوې ۸۰ کلنې ژغورل شوې ښځې، ګل بي بي، چې د کونړ د مزار درې په کلي کې اوسیږي، رویټرز ته وویل: «ما هر څه له لاسه ورکړي دي.» هغې زیاته کړه، د کورنۍ غړي یې د کور د کنډوالو او ډبرو لاندې ښخ شوي. غې په خپل غیږ کې یې پراته وړوکي ته اشاره وکړه: «یوازې دا لمسی مې ژوندي پاتې دی»

د زلزلې له امله رامنځته شوې د مځکې ښوییدو د هغو کلیو لاره بنده کړې چې لا مخکې هم له نړۍ پرې شوي وو.

د «سیف دي چلډرن» موسسې وویل چې د دوی یوه مرستندویه ډله اړه شوه چې د خلکو په مرسته طبي وسایل  ۲۰ کیلومتره (۱۲ میله) په شا پیاده هغو کلیو ته ورسوي چې د ډبرو د ښویدو له امله بند پاتې دي.

د الجزیرې خبریال، اسد بیګ، د تورخم له سیمې راپور ورکړی چې په سلګونو کلي «په بشپړه توګه له منځه تللي» او زیاته کړي یې ده: «په دغو کلیو کې ډېری خلک د خټو له ډبرو جوړو کورونو کې اوسېږي، له همدې امله دومره ویجاړ شوي، او حتی پاتې کورونه هم له خطر ډسره مخامخ دي، ځکه له زلزلې وروسته پر له پسې ټکانونه هر وخت د مرګ یا ټپي کېدو سبب کېدای شي.»

هغه زیاته کړه، «ټولې کورنۍ له منځه تللې دي او خلک د خپلو مړو د ښخولو لپاره په کلنګونو قبرونه کيندي»، چې دا د دغو ټولنو د ښخولو د امکاناتو د کموالي څرګندونه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د تلفاتو شمېر به ډېر شي، ځکه لا هم ډېر کسان تر ورانو ودانیو لاندې بند دي.

 د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، په دوو ورځو کې د هیلي کوپترو ۱۵۵ الوتنې یې کړي چې شاوخوا ۲۰۰۰ ټپیان او د هغوی خپلوان سیمه ییزو روغتونونو ته انتقال کړي. یو کوچنی ګرځنده کلینیک مزاردرې ته استول شوی څو بیړنۍ درملنه وکړي، خو د ژوندي پاتې شویو لپاره خیمې نه دي درول شوي.

د دفاع وزارت یوه کمېسیون ویلي چې اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې څو د زلزله ځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره اقدامات وکړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د حکومت مرستیال ویاند، حمیدالله فطرت، ویلي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو کمپ جوړ شوی څو د بیړنیو مرستو همغږي وکړي، او د زلزلې مرکز ته نژدې هم دوه نور مرکزونه پرانیستل شوي چې د ټپیانو د لېږد، د مړو د ښخولو او د ژوندي پاتې شویو د ژغورلو چارې پرمخ یوسي.

د ملګرو ملتونو په وینا، سلګونه زره خلک ښایي له دې ناورینه اغېزمن شي. د ملګرو ملتونو بشري دفتر د ۵ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرسته اعلان کړه. همدغه اندازه پیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه هم ځانګړې شوې دي.

د بریتانیا حکومت د یو میلیون پونډه (۱.۳ میلیونه ډالر) مرستې ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت ته نه ورکول کېږي، بلکې د نړیوالو مرستندویو ادارو ترمنځ وېشل کېږي.

اروپايي ټولنه ۱۳۰ ټنه بیړني توکي او یو میلیون یورو (۱.۱۶ میلیونه ډالر) ورکوي. نور هېوادونه لکه متحده عربي امارات او هند هم د مرستو ژمنې کړې دي.

په ورته وخت کې، مرستندویې موسسې او د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکوي چې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د مرستو پرې کېدل، په ځانګړې توګه له ۲۰۲۱ وروسته چې طالبان واکمنۍ ورسېدل، د دې غمیزې د مرستې ځواب سخت اغېزمنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب