جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله شمالي قطبه جلا شوی تر ټولو ستر واورین غر سره پاشل...

له شمالي قطبه جلا شوی تر ټولو ستر واورین غر سره پاشل کېږي

د واورې د ستر غر (A23a) وروستۍ شېبې

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) د واورې د یوه خورا ستر غر A23a چې نژدې ۴۰ کاله مخکې له جنوبي قطبه جلا شوی و، اوس د تودو اوبو په منځ کې ورو ورو په وېشل کېدو او له منځه تلو دی، او تمه ده چې په څو اوونیو کې په بشپړه توګه ورک شي.

دغه واورین غټ غر، چې د نړۍ له پخوانیو او لویو ثبت شویو کنګل غرونو څخه دی، د روان کال په پیل کې یې وزن له یوې ټریلیون ټُنه هم کم شوی و، خو بیا هم د لندن ښار دوه چنده لوی ګڼل کېده.

د کنګل دې سترې تختې د یوې مودې لپاره د جنوبي اتلانتیک سمندر په یوه لیرې ټاپو کې د پينګوينانو د خوړو سیمې له ګواښ سره مخامخ کړې وې، خو وروسته بیا وخوڅېده او حرکت ته یې دوام ورکړ.

د اروپایي اتحادیې د ځمکې د څارنې د «کوپرنیک» څارنیز مرکز د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې A23a اوس د خپلې لومړنۍ اندازې نیمايي ته راکم شوی، خو لا یې هم اوږدوالی شاوخوا ۱۷۷۰ کیلومتره مربع دی او تر ټولو په پلن ځای کې ۶۰ کیلومتره سور لري.

په وروستیو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره مربع لویې برخې ترې جلا شوې، او ګڼې کوچنۍ ټوټې یې چې ځینې یې د کښتیو لپاره لا هم خطرناکه دي، شاوخوا خپرې دي.

د بربتانیا د جنوبي قطب د څېړنې ادارې سمندرپوه اندرو میرز، وویل: «دا یخ په ښکاره ډول د شمال پر لور د تګ پر مهال په تېزۍ وېشل کېږي. د تل لپاره د ورکېدو په حال کې دی… د لاندې له خوا له دننه خوسا شوی، اوبه یې د ساتلو لپاره ډېرې ګرمې دي او په دوامداره توګه یې وېلي کوي.»

هغه زیاته کړه، ښايي په راتلونکو اوونیو کې دغه بهیر دوام وکړي او په څو اوونیو کې به په عملي ډول نور د پېژندلو نه وي.

د A23a د سفر کیسه

A23a په ۱۹۸۶م کال کې د جنوبي قطب له فلاته جلا شو، خو ژر د «وېډل» سمندر پر تل کېناست او له ۳۰ کلونو ډېر د سمندر په تل کې پاتې شو.

په ۲۰۲۰م کال کې له خپل ځایه بیا جلا شو او د جنوبي قطب د پیاوړو سیلابي جریانونو له لارې یې د « واورې د غرونو لاره» په نوم مسیر تعقیب کړ او جنوبي اتلانتیک ته داخل شو.

په مارچ کې د جورجیا د جنوبي ټاپو د کم‌عمقو اوبو پر تل کښېناست او وېره یې پیدا کړه چې د پينګوينانو او فنورو ژوو د خوړو سیمې به له خطر سره مخامخ کړي. خو د مې په وروستیو کې له هغه ځایه بیا جلا شو او خپل سفر ته یې دوام ورکړ.

د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې دا واورین غر د ټاپو پر شاوخوا تاوېږي، د شمال پر لور ګړندی شوی او کله ناکله یې د حرکت کچه په ورځ کې ۲۰ کیلومتره ته رسېږي.

اوس چې A23a له تودو اوبو او سختو څپو سره مخامخ دی، په تېزۍ سره په ټوټه کېدو دی.

اندرو میرز وایي: «موږ پوهان په دې حیرانه یوو چې دا کنګل دومره اوږده موده ودرېد. نور اکثره وارین غرونه دومره دوام نه کوي. دا چې غټ دی، نو تر نورو زیات پاتې شو، خو بالاخره نورو ټولو په شان، د فنا پر لور روان دی.»

د اقلیمي بدلون اغېز

د واورې د غرونو جلا کېدل یو طبیعي بهیر دی، خو ساینسپوهان وايي چې د دغو غرونو د له منځه تلو سرعت په وروستیو کلونو کې ډېر شوی، چې ښايي د انسان له لاسه د اقلیمي بدلون پایله وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب