جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکونړ کې تر خاورو لاندې؛ د مړو موندلو او ټپیانو د ژغورلو...

کونړ کې تر خاورو لاندې؛ د مړو موندلو او ټپیانو د ژغورلو هڅې روانې دي

تاند(سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۱مه) لا هم د کونړ لرې پرتو سیمو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شويو کسانو لټون روان دی.

د کونړ ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې مشر احسان الله احسان ويلي، ټوله شپه دژغورنې عمليات روان وو.
بل لورته ډلې ډلې ځّوانان په موټرو او پلي کونړ ته د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ور روان دي.

په ولسوالیو کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین روان دی او په روغتونونو کې د ټپيانو لپاره د وړیا وینې د ورکړې لړۍ دوام لري.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دختیځ زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاینونه پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت د چارواکو او د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه مړه شوي او تر ۳۰۰ زره نور ټپيان دي.

ارقام لاهم وروستي نه دي او د تلفاتو شمېر په زیاتېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب