تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) د افغانستان د وروستۍ زلزلې مرګژوبله لا هم په زياتېدو ده. د طالبانو تر مشرۍ لاندې د روغتيا چارواکي وايي لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان دي.
زلزله د يکشنبې د شپې په ۱۲ بجې او ۴۷ دقیقې وشوه. د زلزلې شدت ۶ ريښتره و، چې ډېر لوړه درجه نه ګڼل کېږي، خو د هغې مرکز يوازې د مځکې له سطحې یواې ۸ کيلومتره ژور و. له همدې امله پر مځکه د هغې ټکانونه شدید و او د سرومال ډېر تاوانونه یې واړول.
ډېری کسان چې مړه شوي او ټپيان شوي دي، د زلزلې پر وخت په کورونو کې ويده وو او د کورونو د چتونو او ديوالونو لاندې راګير شول. د ځپل شویو سيمو لرېوالي او د ځمکې ښويېدو له امله د سړکونو بندېدو له کبله ښايي د کره مرګژوبلې د شمېر د څرګندېدو لپاره وخت ته اړتیا وي.
د زلزلو له پلوه خطرناکه سيمه
دي کنفرسېشن (The Conversation) خپرونې په دې اړه په راپور کې وايي، هغه سيمه چې دا ځل اغېزمنه شوې، د هيماليا او هندوکش د غرونو په لمنو کې پرته ده. دا غرونه د اورآسيايي او هندي ټيکټونيکي پليټونو د دوامداره ټکر له امله د زلزلو له پلوه ډېره فعاله سيمه ده.
په همدې سيمه کې پخوا ځينې تر ټولو وژونکې زلزلې شوې دي؛ لکه د ۲۰۱۵ کال د نيپال “ګورکه” زلزله او د ۲۰۰۵ کال د پاکستان د کشمیر زلزله. افغانستان هم په ځانګړي ډول د همدې ختيځې سيمې له امله په تکرار د زلزلو قرباني دی. ړلته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر زلزلې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان ووژل، او د ۲۰۲۲ کال په بلې زلزلې کې تر ۱۰۰۰ زيات کسان مړه شول.
د نيوزيلنډ د “کرایسټچرچ” د ۲۰۱۱ کال زلزلې هم ورته شدت او لا هم کم ژوروالي درلود، خو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د وروستۍ زلزلې خلاف د نیوزیلنډ په زلزله کې، سره له دې چې په ښاري سيمه کې وه، يوازې ۱۸۵ کسان مړه شول.
زلزلې خلک نه، ودانۍ وژني
يو مشهور متل وايي: “زلزله خلک نه وژني، ودانۍ وژني.” دا خبره د افغانستان د لوړې مرګژوبلې په پوهېدو کې مرسته کوي.
په کليوالو سيمو کې خلک د غښتلو او فابريکهيي ودانیزو موادو د پېرلو وس نه لري. له همدې امله د کورونو د جوړولو لپاره له خاورې، ډبرو او نيمخام موادو او لرګيو څخه کار اخلي. دغه ودانۍ نه د انجينرۍ طرحه لري، نه د ودانۍ کوډ او نه مسلکي معیاري اصول مراعتوي.
په کليوالو سيمو کې تر ټولو عام جوړښت د خټو د خښتو يا د ډبرو د ديوالونو کورونه دي چې “مونو ليتک” جوړښت بلل کېږي. داسې ودانۍ د زلزلې د پياوړږ څپو پر وړاندې مقاومت نه لري او ژر نړېږي. له همدې امله خلک تر خاورو لاندې کېږي.
د ډيزاين د بدلون اړتیا
د سيمې د نورو هېوادونو تجربې ښيي چې په لږو سرچينو هم د زلزلې پر وړاندې مقاومت لرونکې ودانۍ جوړېدای شي.
په پاکستان کې د ۲۰۰۵ کال د کشمير له زلزلې وروسته حکومت د “د زلزلې د بيا رغونې او رغولو اداره” جوړه کړه. دې ادارې خلکو ته د خوندي کورونو د جوړولو لپاره د ټولنې پر بنسټ پروګرامونه وړاندې کړل.
په نيپال کې د ۲۰۱۵ کال له زلزلې وروسته حکومت د ودانيو د ملي کوډ لږ تر لږه معیاري اصول وضع کړل چې له مخې يې خلک د زلزلې په وړاندې د ودانۍ لږ تر لږه مقاومت ته اړ شول.
په هندوستان کې د زلزلې يو انجنير “انند آريا” له ۲۵ کلونو وړاندې د هغو ودانيو د زلزلې د خطر د کمولو لارې وړاندې کړې چې مسلکي ډيزاين نه لري. په دغو تخنيکونو کې د ديوالونو د نښلوونکو پټو کارول، د کونجونو، دروازو او کړکيو د غښتلي کولو لارې شاملې وې. دا ډول کوچنۍ تخنيکي لارې کولی شي د کليوالي ودانيو ځواک ډېر کړي.
پایله
دا تجربې ښيي چې د زلزلې په وړاندې د مقاومو ودانيو جوړول تل ډېر لګښت نه غواړي، بلکې لږ تخنيکي او بنسټيز ملاتړ هم کولای شي د خلکو ژوند وژغوري.
که څه هم داسې ودانۍ بشپړه خوندي نه وي، خو د کافي ځواک د لرلو له امله یې د تاوان کچه کمه وي او تر ټولو مهمه دا چې د انسانانو ژوند ژغورل کېږي.
هيله ده چې دا زلزله د افغانستان لپاره د “ښه بيا رغونې” پيلامه وګرځي، څو اغېزمنې ټولنې د راتلونکو زلزلو پر وړاندې ډېرې مقاومت لرونکې شي.